Language

پاکستان ته د جاسوسۍ په تور يوتن نيول شوى

 جلال اباد (پژواک١١لړم٩٢): په نورستان کې چارواکي وايي ، چې يوتن يې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نيولى دى.

د نورستان د کامديش ولسوالۍ امنيه قوماندان بريالي د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار يې په ياده ولسوالۍ کې يو تن د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى ايس اى) کارکوونکى نيولى، چې يو شمير پټ رازونه يې خپلې شبکې ته انتقالول.

 دى وايي، ياد تن په خپله منلې ده ، چې اى ايس اى شبکې ته يې کار کاوه او اصلاً د پاکستان د چترال په سيمې پورې تړاو لري.

 هغه زياه کړه ، چې دغه تن له څه مودې راهيسې  جاسوسي کوله او امنيتي موظفين نن وتوانېدل ، چې ويې نيسي.

 ياده دې وي ، چې نورستان د هېواد يو له هغه سرحدي او غرنيو ولايتونو څخه دى، چې چارواکي يې وخت ناوخته د پاکستانيو وسله والو او هم د پاکستان د پوځ د يوشمير کسانو د شتون راپورونه ورکوي، چې ياد ولايت ته رااوړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.