کابل ( پژواک ١٢ لړم ٩٢ ) : ايساف وايي، چې دافغانستان په ختيـځ کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا دلړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا پېښه نن رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې ، چې دغه سرتېرى د وسله والو مخالفينو په يوه مخامخ بريد کې وژل شوى ، خو ايساف د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
بايد وويل شي ،چې په ختيځ کې د ايساف په چوکاټ کې امريکايي سرتېري مېشت دي.
ددغه سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٤٥ تنو ته ورسېده، چې ١١٦ يې امريکايان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP