کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٢): په دې وروستيو کې د کابل-غزني پر لويه لار د اکمالاتي کاروانونو لېږد رالېږد په بشپړ امنيت سره ترسره کېږي.
دغه خبره د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي نن (د لړم ١٢مه) د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې له معين جمال ناصر سره چې د يو لوړ پوړي پلاوي په ملګرتيا ميدان ښار ته ورغلى و، وکړه.
د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې د اکمالاتي کاروانونو د لېږدوونکو په مسوولينو کې فساد شتون درلود، ځکه وخت ناوخت د جوړو شوو کړيو له لوري موټر سوځول کېدل، تېل او نور توکي به يې پلورل کېدل.
د نوموړي په وينا، د اکمالاتي کتار ساتونکو به له امنيتي مسوولينو سره هېڅ ډول همغږي نه درلوده، چې له همدې امله د کابل_ کندهار پر لويه لاره امنيتي ستونزې رامنځته کېدې.
ده زياته کړه، شاوخوا د دوو مياشتو په ترڅ کې پر دې لاره هېڅ ډول امنيتي پېښه نه ده شوې، چې لامل يې د عامه ساتنې د مسوولينو قانوني کړنې او د امنيتي چارواکو تر منځ همغږي ده.
د خوګياڼي په وينا، د ميدان وردګو والي د عامه ساتنې معين ته ډاډ ورکړ چې د دغه سړک هغه ځايونه چې زيانمن شوي، د ترميم چارې به يې ژر پيل شي او ځينې زيانمن شوې برخې يې رغول شوې هم دي.
هغه زياتوي، د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال په خپله اداره کې د فساد د مخنيوي ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې وړ کسانو ته به دنده سپاري څو د فساد مخه ډب او ستونزې له منځه ولاړې شي.
د کابل-غزني د لويې لارې يو موټر چلوونکى کريم هم دا مني، چې په دې وروستيو کې د دې لارې امنيت تر ډېره ښه شوى او د مخکې په څېر غټې او ورځنۍ پېښې نه تر سترګو کېږي، خو کله ناکله يوه نيمه امنيتي پېښه وي.
ده وويل: ((له مخکې دغه لار له کابل څخه تر غزني پورې له امنيتي اړخه ډېره ښه شوې او د موټرو سوځول ډېر کم شوي.))
د ميدان وردګو د سيداباد يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې د دې لارې امنيت د ښه کېدو څو دلايل دي، يو خو دا چې هوا سړه شوې او زياتره طالبان له دغه ولايت څخه ګرمو سيمو ته تللي او يا د تلو په حال کې دي.
بله دا چې يو شمېر وسله وال په بېلابېلو بريدونو، عملياتو او چاپو کې ووژل شول او درېيم دا چې د دې لارې دواړو خواوو ته زيات باغونه او ځنګلونه وو، چې وسله وال به په کې پټېدل، خو اوس د خزان د فصل له امله دغه لاره لوڅه شوې او بريدکول يې ستونزمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې دغه لاره ډېره نا امنه او هره ورځ د جګړو، امنيتي پېښو او چاودنو شاهده وه.