Language

سعادت: د رد شويو کانديدانو شکايتونه په بې پلوۍ څېړو

کابل (پژواک١٢لړم٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د رد شويو کانديدانو شکايتونه به د هغوى د استازو په شتون کې په بې پلوۍ او شفاف ډول وڅېړي.

دې کمېسيون، نن د ولسمشرۍ ١٦رد شوي کانديدان په کابل کې خپل دفتر ته وربللي وو، ترڅو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د پرېکړې پر وړاندې د هغوى دلايل واوري.

د رد شويو کسانو له خبرو څرګنده شوه، چې د ټاکنو کمېسيون، داوود سلطان زوى او بسم الله شېر د “دوه ګوني تابعيت له امله د کانديدانو مقدماتي لېست کې نه دي شامل کړي او پاتې ١٤ نورو يا ټاکلې اندازه ملاتړي کارتونه نه لرل او يا يې هم کارتونه په شلو ولايتونو کې له هر يوه څخه ٢% نه وو.”

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر ستار سعادت د ولسمشرۍ رد شويو کانديدانو ته ډاډ ورکړ، چې شکايتونه به يې د هغوى د نن ورځې دلايلو په رڼا کې په پوره بې طرفۍ و څېړي او د خپل کار پايلې به ژر تر ژره اعلان کړي.

سعادت وويل، چې د اړتيا په صورت کې به د شکايتونو د څېړلو موده وغځوي.

سعادت زياته کړه: “د اريافر صيب په مشرۍ مو يو پلاوى ټاکلى، چې دوى مسايل تر يوه ځايه څېړلي، نور هم ستاسو د ياداشتونو په رڼا کې بررسي کېږي او تلاش به دا کوو، چې ستاسو استازي هم که څوک وي، وجود ولري او هر هغه څه چې دلته شوي، وڅېړل شي؛ ځکه که خلک مطمين نه شي، موږ فکر کوو چې د انتخاباتو لازم مشروعيت لاسته نه راځي.”

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ٢٦ کسانو له ډلې، چې ولسمشرۍ ته يې نوم ليکنه کړې وه، ١٦ تنه له دې امله د کانديدانو په مقدماتي لېست کې شامل نه کړل، چې په شرايطو برابر يې ونه بلل.

دغو کسانو د ټاکنو کمېسيون پرېکړه ونه منله او په تړاو يې خپل شکايتونه د ټاکنيزوشکايتونو کمېسيون ته سپارلي ، چې نن يې په علني توګه څېړل پيل شول.

د ولسمشرۍ دغو رد شوو کانديدانو يو ځل بيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اسنادو په ارزولو کې پر دوه ګوني چلند تورن کړ او ويې ويل، چې د کانديدانو د شمېر کمولو لپاره يې دوى په لوى لاس رد کړي دي.

دوى ويل، د ټاکنو کمېسيون د دوى اسناد په پټه ارزولي او په دې بهير کې څارونکي او د رسنيو استازي نه وو.

ځينو رد شويو کانديدانو خپل اسناد په تېره بيا د ملاتړو کارتونو نوملړ، د بيا ارزولو په موخه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته وسپاره.

دوى ادعا کوله، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رد شويو کانديدانو ملاتړي کارتونو د شمېر په اړه دوى ته يو ډول او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يې بل ډول معلومات ورکړي دي.

دوى وويل ، چې د ټاکنو کمېسيون پرېکړه ناعادلانه او دوى ته د منلو نه ده.

د ټاکنيز بهير د زماني جدول له مخې، ټاکل شوې د ټاکنيزو شکايتونو تر ځوابولو وروسته، د روانې مياشتې په ٢٥مه د کانديدانو وروستى نوملړ اعلان شي.

د قانون له مخې، د کانديدانو په اړه د دې کمېسيون پرېکړه وروستۍ ده.

د ولسمشرۍ رد شوي کانديدان:

انوارالحق احدي، سيد اسحاق ګيلاني، بسم الله شېر، فضل کريم نجيمي، حشمت غني احمدزى، سرور احمدزى، حميدالله قادري، داوود سلطانزوى، عزيز الله لودين، سلمان علي دوست زاده، فاروق اعظم، خديجه غزنوي، عبدالهادي دبير، نور رحمن لېوال، ډاکټر احمد داور نادي او نادر احمدشاه احمدزى.