ميدان ښار (پژواک ١٢ لړم ٩٢): د ميدان وردګو ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښځو چارو رياست او د ديني عالمانو له خوا په راتلونکو ټاکنو کې د ونډې او په دې موخه د رايو د کارتونو د اخيستلو کمپاين پيل شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمپاين د ديني عالمانو، د جوماتونو د ملا امامامو او د حج او اوقافو د رياست له خوا په لاره اچول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نن په دې اړه د ولايت په مرکز کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، د حج او اوقافو رييس، يو شمېر مسوولينو او ګڼ شمېر ښځو برخه اخيستې وه.
خوګياڼى وايي، چې په دې غونډه کې دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي پر لارو چارو هم خبرې وشوې.
نوموړي وويل، چې ياد کمپاين څه موده وړاندې پيل شوى او تر هغو به دوام وکړي، څو خلک وهڅول شي، چې د رايې ورکونې د کارتونو په اخيستو سره په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړي.
بلخوا د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له خوا هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي او د رايو د کارتونو اخيستو ته د ښځو هڅولو کمپاين پيل شوى دى.
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې وحيدې يادې غونډې ته وويل، چې په هرو دوو ورځو کې به د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو شل-شل مېرمنو ته په ياده برخه کې زده کړې ورکړل شي.
نوموړې له هغو مېرمنو چې د رايې ورکونې له شرايطو سره برابرې دي، غوښتنه وکړه، چې د نوم ليکنې له محلونو دې کارتونه واخلي او هم دې د کورنۍ د نورو غړو په هڅونه کې د ټاکنو روان بهير د برياليتوب لور ته بوځي.
د وردګو والي د خبرو پر مهال د راتلونکو ټاکنو په برخه کې د يادو دواړو رياستونو د کارونو ستاينه وکړه او دغه دواړه رياستونه يې د خلکو په پوهاوي او ټاکنو ته د رابللو په برخه کې مهم وبلل.
هغه زياته کړه، ښځې د ټولنې مهمه برخه ده او اړوند رياست کولای شي، چې د يو شمېر مرستندويه ادارو په مرسته په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه مېرمنې راوبلي او له دې لارې د خپلو کورنيو نارينه وو ته هم د ټاکنو اهميت بيانولای شي.
خوګياڼي په دې برخه کې د عالمانو رول هم مهم وباله او زياته يې کړه چې د دوی خبرو ته ولسونه ډېر اهميت ورکوي او که دوی د ټاکنو په اهميت خبرې وکړي نو باوري دی، چې په ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې به په ښه توګه خلک برخه واخلي.