مزارشريف (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د سرپل ولايت د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت څلور کيلومتره سړک جوړ کړى دى.
د سنجارک ولسوالۍد فرشقان کلي اوسېدونکي وايي، چې بار بار يې د ولسوالي ښاروالۍ ته د خپل کلي د سړک جوړېدو وړانديزونه وکړل؛ خو کله چې د هغوى له خوا په نه جوړېدو ډاډه شول نو په خپلو کې يې شخصي پيسې سره ټولې کړې او د کلي څلور کيلومتره سړک يې جوړ او چغل يې پرې واچاو.
د ياد کلي قومي مشر حاجي صوفي د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړک د کلي د اوسېدونکو له خوا د دوه ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او نن ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد سړک په جوړېدو د دوی کلی د ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شو.
د هغه په وينا، له دغه سړک څخه به نږدې دوه زره کورنۍ ګټه اخلي.
د فرشقان د واړه کلي اوسېدونکي ممتاز پژواک ته وويل، چې هر کال به د اوړي او ژمي په مسمونو کې پر ياد سړک تګ راتګ خورا ستونزمن و.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسوالۍ له بازاره يې څلور کيلومتره واټن درلود، خو د لارې د خرابوالي له امله به ساعتونو ساعتونو کې نه وررسېدل.
د هغه په وينا دوی خوشاله دي، چې کليوالو يې له هم له ځان او هم له دولت سره د ياد سړک په جوړېدو کې مرسته وکړه.
د سنچارک ولسوالۍ ښاروال محمداعظم هم وويل، چې دغه سړک د فرشقان کلي د اوسېدونکو پر شخصي لګښت جوړ شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د بوديجې نه لرلو له امله د کلي خلکو ته د سړک جوړېدو په اړه بار بار منفي ځواب ورکړی و.
د هغه په وينا، د کلي خلکو د سړک جوړېدو لپاره دوه ميليونه افغانۍ ټولې کړې، دوی ته يې وسپارلې او دوی ورته د ولسوالۍ د ښاري پلان په نظر کې نيولو سره سړک جوړ کړ.