Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د والي د ساتونکو پر موټر چاودنه وشوه

کندوز ښار (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د کندوز د والي د ساتونکو د موټر پر وړاندې چاودنه شوې او موټر يې ويجاړ شوى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د مقناطيسي ماين له امله نن ماښام شاوخوا ٥:٣٠ بجې د کندوز د والي محمدانور جګدلک د ساتونکو پر رينجر موټر تر سره شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه چاودونه د ولايت مقام سره نږدې په سينما واټ کې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې موټر ويجاړ شوى، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د هغه په وينا، تر دې دمه د يادې پېښې عاملين او موخه نه ده معلومه او د پوليسو له لوري يې په اړه څېړنې روانې دي.

د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو، د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې د يادې چاودنې له رامنځ ته کېدو خبر ورکړى او وايي، په دغه چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغې چادونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې ده، چې نن غلام سخي بغلانى د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.