مزارشريف (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسوول يې نيولى دى.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملا رحمت الله په نوم د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسوول چې په سيمه کې په مبارک مشهور و، نيول شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې مبارک د چمتال ولسوالۍ په عرب مزاري سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوی دی.
د هغه په وينا، د کشفي معلوماتو پر بنسټ ملا رحمت الله په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو لپاره د خلکو د جذبولو دنده ترسره کوله.
همداراز نيول شوي کس له وسله والو طالبانو سره د امنيتي پېښو په پلان او ترسره کولو کې هم لاس درلود.
سمنوال قادري وويل، چې له مبارک څخه د نيولو پر مهال څه لاس ته نه دي ورغلي خو د موضوع په اړه ترې څېړنې روانې دي.
وسله والو طالبانو لا د نيول شوي کس په اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې يو تن په خپل کور کې د وسلو او مهماتو د ساتلو په تور نيول شوی دی.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دوراني پژواک ته وويل، چې ياد کس د شولګر ولسوالۍ له بودنه کلا سيمې څخه نيول شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه کس له کوره يو کلاشينکوف، پنځه شاجورونه، دوه لاسي بمونه او دوه نظامي څراغونه ترلاسه شوي دي.
د هغه په وينا، لا هم د ياد کس په کور کې د وسلو ساتنې لامل په ډاګه نه دی؛ خو څېړنې روانې دي.