کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٢): ډنمارک، د افغان حکومت د روڼوالي او حساب ورکونې برخې ستايلې او له راتلونکو ټاکنو يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
د ماليې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ملاتړ د ډنمارک د پراختيايي مرستو وزير کريسچن فريس باخ، نن په کابل کې د ماليې له وزير حضرت عمر زاخېلوال سره په ناسته کې اعلان کړ.
سرچينه وايي، دواړو چارواکو د امنيت، پوهنې، ښې حکومتوالۍ، اقتصادي او نورو مسايلو په اړه خبرې کړې دي.
د سرچينې په وينا، د ډنمارک د پراختيايي همکاريو وزير د ٢٠١٤ زېږديز کال طرحه شوى پلان، چې له مخې يې په افغانستان کې د فساد مخنيوى، د افغانستان مالي ثبات او په دغه هېواد کې د لاډېرو خدمتونه تر سره کول دي، له زاخېلوال سره شريک کړ.
د ماليې وزارت وايي، د ډنمارک د پراختيايي همکاريو وزير د هغه راپور له مخې، چې نړيوال بانک خپور کړى، د افغانستان د حساب ورکونې او روڼوالي برخې وستايلې او دغه راز يې له راتلونکو ټاکنو هم ملاتړ وښود.
ډنمارک له ٢٠٠٢زېږديز کال راپدېخوا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ٦٠٥ ميليون ډالره مرسته کړې او د توکيو په کنفرانس کې يې هم ژمنه کړې ده، چې له افغانستان سره به د اقتصادي پراختيا او بشر حقونو په برخو کې تر ٢٠١٧ کال پورې، هر کال ٨٨ ميليون ډالره مرسته کوي.