غزني ښار (پژواک ۱۳ لړم ۹۲ ): که د غزني د اجرستان ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو ځنډول شوى معاش ور نه کړل شي وېره ده، چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محي الدين پژواک اژانس ته وويل، اجرستان ته ١٠٠ سيمه ييز پوليس منظور شول، چې ٣٧ کسيز ګروپ يې تر روزنې وروسته په سيمه کې امنيتي دنده هم پيل کړه، خو تر څه مودې وروسته بېرته منحل شول او معاش يې ورنه کړل شو.
د ده په خبره، که چېرې دولت د دوی معاشونه اجرا نه کړي، نو ويره ده، چې دغه ۳۷ کسان له وسله والو مخالفينوسره يو ځای شي او د دولت پر وړاندې مبارزه پيل کړي.
امنيه قوماندان زياتوي، دغه ۳۷ سيمه ييز پوليس اوس هم پر دنده بوخت دي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګېږي، خو معاشونه يې ځنډول شوي دي.
د نوموړي په وينا، اجرستان د غزني تر ټولو لرې پرته نا امنه ولسوالي ده او اکمالات يې د ځمکې له لارې امکان نه لري، هغه د کورنيو چارو له وزارته غوښتنه کوي، چې د اجرستان د اکمال لپاره اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې معين جمال ناصر له غزني د ليدنې پرمهال ژمنه وکړه، چې د اجرستان ستونزه به د کورنيو چارو له وزير سره شريکه او په اړه به يې تصميم ونيسي.
د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکی محمدرووف چې غزني ښار ته راغلی و وايي، د دې ولسوالۍ امنيت خراب دى زياتې سيمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي.
هغه زياتوي، په کومه سيمه کې چې سيمه ييز پوليس شته امنيت ورسره ښه شوى نو بايد دولت د سيمه ييزو پوليسو فعاليت له سره پيل کړي او تشکيل يې زيات کړي.