جلال اباد(پژواک١٤لړم٩٢): پوليسو دننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې،له نورستان څخه پاکستان ته د تخريبي کړنو د زده کولو په موخه د لېږد په شک پنځه ماشومان نيولي دي .
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشومان له اتو څخه تر ١١ کلونو عمرونه لري او هغه کس يې هم نيولى چې دغه ماشومان يې پاکستان ته لېږدول.
ده وويل، چې دغه کسان نن نيول شوي او تر اوسه له پوليسو سره دي.
ملي امنيت څو ورځې وړاندې هم خبر ورکړى و، چې په نورستان کې يې له شلو زيات هغه ماشومان نيولي، چې پاکستان ته د ورانکارو کړنو د زده کړې لپاره لېږدول کېدل .
بلخوا د ننګرهار پوليسو نن يو تن افغان چې له پاکستان څخه يې يو ماشوم راتښتولى و، هم نيولى او ماشوم يې د هغه له منګولو ژغورلى دى .
شېرزاد وايي، چې دغه ماشوم يې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته سپارلى، تر څو خپلې کورنۍ ته يې ورسوي.
په ننګرهار کې د پاکستان قونسل حبيب الله چوهدري له تښتوونکي څخه د ياد ماشوم د ژغورلو له امله خوښي وښوده او په دې اړه يې د افغان امنيتي ځواکونو له هڅو مننه وکړه .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP