غزني ښار(پژواک، ۱۴ لړم ۹۲): د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي وايي، وسله وال طالبان د غزني ښار په څو سوه مترۍ کې له عامو خلکو عُشر او زکات ټولوي.
نوموړى زياتوي، د غزني ښار د قره باغي، خاک غريبان، قلعه قاضي او خشک سيموکې،چې د مرکز اړوندې دي له خلکو پيسې ټولوي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
احمدي زياتوي،که څه هم په دغو سيموکې امنيتي پوستې هم شته ، خو بيا هم وسله وال طالبان په ازاده توګه په دغو سيموکې تګ راتګ کوي او کله کله پر ښار راکټي بريدونه هم کوي،چې زياتره مرګ ژوبله په کې عامو خلکو ته اوړي.
احمدي له امنيتي ادارو په ځانګړې توګه د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې دغو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي.
د غزني ښار د خشک د سيمې اوسېدونکی مطيع الله هم وايي، چې د دوی په سيمه کې کله کله وسله وال کسان راځي او له خلکو د عُشر په نامه پيسې ټولوي.
نوموړى زياتوي،په لوى اخترکې يې د قربانيو پوستکي له خلکو د عُشر په نوم ټول کړل.
مطيع الله وايي، د شپې له لوري د دوی د سيمې واک د وسله والو په لاس کې وي امنيتي ځواکونه په شپه کې د دوى سيمې ته نه شي ورتلى.