محمودراقي ( پژواک ١٤ لړم ٩٢): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښته کې ملکي وګړو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د مرګ ژوبلې د کچې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي.
د کاپيسا امنيه قوماندان وايي، چې نن د اله ساى د مرکز په اړوند سيمو کې دولتي ځواکونو عمليات تر سره کړل، چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفينو د يوه سرګروپ په ګډون نهه وسله وال په کې ووژل شول.
دى وايي ، چې په نښتو کې يوه ښځه وژل شوې او دوه ملکي وګړي ټپيان دي .
خو د اله ساى د خلکو د شورا مشر حاجي محمدعارف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د نښتو پر مهال د اله ساى د مرکز اړوند په “شاه کو” سيمه کې پر يوه کور د راکټ د لګېدو له امله د يوې کورنۍ درې نجونې او دوه سړي، ټپيان شوي دي .
دغه راز دى وايي، چې د مرکز اړوند په بله “دولتي” نومي سيمه کې هم له وسله والو مخالفينو سره د دولتي ځواکونو د نښتې پر مهال يوه ښځه وژل شوې او دوه نور ملکي وګړي ټپيان دي .
محمدعارف وايي نه پوهيږي چې دغه مرګ ژوبله د کوم لوري د ډزو له امله رامنځته شوې ده .
هغه وويل، چې د وسله والو مخالفينو له وژل کېدو يې هم اورېدلي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
اله ساى د کاپيسا ناامنه ولسوالۍ ده . په دې ولسوالۍ کې د ناامنيو له امله په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې مرکز هم نه دى جوړ شوى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP