Language

د جاغوري يو ماشوم د پولاد علمدار په تمثيل کې ووژل شو

غزني ښار (پژواک ۱۵ لړم ۹۲): چارواکي وايي، د غزني د جاغوريو په ولسوالۍ کې يو ماشوم، چې ځان يې خپلو ملګرو ته د “وداي ګرګها” سريال مرکزي کرکټر “پولاد علمدار” معرفي کړى و، د خپلو ملګرو له خوا ووژل شو.

 وادي ګرګهار ترکى سريال دى، چې له يو خصوصي تلويزوني چينله خپرېږي، د دغه سريال داستان د واک په ترلاسه کولو او د مخالفينو په له منځه وړو څرخي، د سريال مرکزې څېرې ترکي هنرمندان دي، چې پولاد علمدار، سکندر کبير، مماتي،عبدالحى، بابه زېزا او هارون فيلر په نومونو کار کوي.

 د غزني د جاغوريو ولسوال ظفر شريف پژواک ته وويل، دغه پېښه پرون د جاغوري ولسوالۍ د مهاجر په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 ولسوال وايي، دغو ماشومانو د لوبو پر مهال د “وادي ګرګها” سريال د لوبغاړو تمثيل کاوه، چې د “پولاد” په څېره کې يو ماشوم د سريال د بلې څېرې “سکندر کبير” له خوا وژل شوى دى.

هغه زياتوي، د دغه ماشوم ملګرو په قصدي توګه د ده په غاړه کې پړى اچولى او ورته ويلي يې دي، چې “پولاد علمدار” په خپله نه مړ کېږي او خپل دښمنان وژني نو بايد “پولاد” هم مړ شي.

 شريف زياتوي، ځيني سريالونه د افغان ټولنې لپاره ډېر زيانمن دي خلک د دغو سريالونو د څېرو د کړنو منفي تقليد کوي، چې د ټولنې لپاره ناوړه پايلې لري.

 د جاغوري اوسېدونکى حسين هم وايي، چې له دغه ماشومه خپلو ملګرو “پولاد علمدار” جوړ کړی وو وروسته يې په غاړه کې پړى ور اچولى او زندۍ کړی يې دى.

 حسين زياتوي، ماشومانو پلاستکي ټوپک اخيستي او د لوبو پر مهال د سريالونو د څېرو پېښې کوي.

Related Topics