کابل-جلال اباد (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د سيمې د سوداګرو په ١٧ ميليونه افغانيو يوه ديني مدرسه جوړه کړې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ديني مدرسه د جلرېز ولسوالۍ په سره چشمه سيمه کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دا مدرسه په يوه جريب ځمکه کې د دې ولسوالۍ د ملي سوداګرو د اولس ميليونو افغانيو په مالي لګښت جوړه شوې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وينا، ياده مدرسه چې د شپږو مياشتو په موده کې يې د جوړولو چارې بشپړي شوې، په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې په يو پوړ کې به يې ښځينه او په بل کې به نارينه زده کوونکي زدکړې کوي.
خوګياڼي وويل ، چې د دې مدرسې په ودانۍ کې شپږ عصري تشنابونه، درې لويې عصري د اوستوګنې خونې، يو لوی خوړنځای، د برېښنا بشپړې اسانتياوې او نور اړين محلقات جوړ شوي دي.
د جلرېز ولسوال نقيب الله د دې مدرسې د پرانيستلو په مراسمو کې ويلي، چې د هېواد د ملي سوداګرو له لوري د دا ډول کارونو په ترسره کولو سره به دوى پرديو ته له لاس نيونې څخه خلاص شي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د عدليې رياست اړوند د ماشومانو د اصلاح او تربيې مرکز لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار د عدليې رياست اړوند د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره د ياد ولايت د سرپرست والي او يو شمېر نورو چارواکو له لوري کېښودل شوه.
د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې پر يادې ودانۍ به شاوخوا ٣١ ميليونه افغانۍ لګښت راشي چې په کې به د ماشومانو لپاره د ژوند او زده کړې ټولې اسانتياوې موجودې وي.
هغه زياته کړه: ((موږ پخوا په دې برخه کې د ودانۍ ستونزه لرله خو له نيکه مرغه دا مشکل هم حل شو.))
نوموړى وايي، چې ياده ودانۍ به شاوخوا په يوه کال کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار د عدليې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ماشومانو د اصلاح او روزنې يو مرکز لري چې هغه ماشومان چې بې سرپرسته وي دوى يې دلته ساتي او د علمي زده کړې تر څنګ ورته حرفوي زده کړې هم ورکوي.
ده وويل، چې پخوا يې ودانۍ نه لرله او په کرايي کورونو کې يې دغه څانګه فعاله کړې وه.
سرچينې زياته کړه، ياده ودانۍ چې په دريو پوړه کې جوړېږي، په لومړني کې به لس په دويم کې شپاړلس او په درېيم کې به پنځلس خونې ولري.
دى وايي چې دوى به تر وروستي بريده هڅه کوي چې د دې ودانۍ په جوړولو کې له باکيفيته توکو ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP