مزارشريف ( پژواک ١٥ لړم ٩٢ ) د شمال زون د پنځو ولايتونو په دولتي ادارو کې له معلولينو او د “شهيدانو” له وارثينو سره ښه چلند نه کېږي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مشرانو جرګې له خوا د لړم په ۱۵مه، د شمال زون د معلولينو، مهاجرينو او د شهيدانو د کورنيو د غږ اورېدو په موخه غونډه جوړه شوې وه، چې د دغه زون ( سمنګان، بلخ، فارياب، جوزجان او سرپل) لسګونو معلولينو، د شهيدانو وارثينو او يو شمېر دولتي چارواکو برخه اخيستې وه.
د شمال زون د معلولينو او د شهيدانو وارثينو د ټولنې مشر سلطان احمد سيار، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شمال زون معلولين او د شهيدانو وارثين له اقتصادي او د کار نه پيدا کېدو له ستونزو سره مخ دي.
سلطان احمد وويل: (( په دغه ولايت کې شته دولتي ادارې د معلولينو او د شهيدانو له وارثانو سره ښه چلند نه کوي، کاغذ پاراني کوي.))
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې ۱۵۰۰ د خرڅلاو غرفې ووېشل شوي، چې ډېری يې روغو او سالمو خلکو ته ورکړل شوې دي.
د هغه په وينا دوی څو ځله د مزارشريف ښاروال ته وړانديز وکړ، چې معلولين حق لري، چې دغه غرفې تر لاسه کړي؛ خو خبرې يې ځای ونه نيوه.
همداراز په ډېری ولايتونو کې معلولينو او د شهيدانو وارثانو ته ځمکې وېشل شوي؛ خو په بلخ ولايت کې لا هم دغه چاره د فورمو تر وېشلو پورې لنډه پاتې ده.
سيار وويل: ((څوکاله وړاندې د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د بلخ والي او د معلولينو او د شهيدانو د وارثينو د وزارت وزير د څه باندې ۲۰۰۰ نومرو ښارګوټي پرانيسته کړې ده؛ خو اوس پکې ستونزې پيدا کېږي، والي صيب امر کړی خو ښاروالي کاغذ پراني کوي.))
خو سيار وويل، چې د شمال زون په نورو ولايتونو کې له بلخ ولايت څخه هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د شمال زون په نورو ولايتونو کې معلول دولتي ادارې ننوتی هم نه شي.
د هغه په وينا، د دوی هڅو په پايله کې د معلولينو کلني معاشونه له ۱۸زره څخه ۶۰ زره ته لوړ شول، له ولسمشر څخه د معلولينو او شهيدانو د وارثٍينو لپاره په وړيا توګه د حج برخه اخيستل شوې، له روغتيا وزارت څخه د بلخ ولايت په ملکي روغتون امر راوړی، چې بايد د معلولينو پکې په وړيا توګه درملنه وشي.
د کڼو د ټولنې مشر انيل، چې د لاس په اشارو يې خبرې کولي، خبرې يې د بل تن لخوا رسنيو ته اورل کېدې، وويل، چې دوی هراړخيز ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی تر دې دمه د سويډن کميټې او د معلولينو د رياست پرته له کومې بلخوا ورسره مرسته نه ده شوې.
د هغه په وينا ، دوی مسلکي ښوونکو ته اړتيا لري، چې نورو کڼو ته د لاس په اشارو د خبرو کولو چل ورزده کړي.
خو د بلخ د والي وياند فرهاد وويل، چې کومو ادارو چې له معلولينو او د شهيدانو له وارثينو سره ښه چلند نه وي کړی نو دوی به يې پر وړاندې غږ اوري.
نوموړي زياته کړه، چې معلولين د احترام حق لري او د بلخ هر دولتي اداره بايد دغه حق پر ځای کړي.
د هغه په وينا معلولين او د شهيدانو وارثان په بلخ ولايت کې د ښارګوټي حق لري او د ياد ښارګوتي فيصله يې د دغه ولايت له اداري غونډې څخه تېره شوې ده.
فرهاد وويل، که چېرې د مزارشريف ښاروالي د معلولينو او د شهيدانو د وارثينو د ښارګوټي په جوړېدو کې کاغذ پراني کوي نو ضرور به ترې پوښتنه کېږي.
په مشرانو جرګه کې د معلولينو او د شهيدانو د وارثينو د کمېسيون مشرې نفيسه سلطاني پژواک ته وويل، چې د دوی د سفر موخه د شمال زون د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو د ستونزو اورېدل دي، چې د حل لارې ورته ولټول شي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د هېواد هر زون ته ورته سفرونه کوي او همداراز غونډې جوړوي، چې د شهيدانو د وارثينو او د معلولينو د ستونزو له اورېدو وروسته بايد د دوی لپاره د قانون په جوړېدو کار وکړي.
د هغې په وينا، د معلولينو لپاره په ټول هېواد کې لا هم د کار کولو وړ زمينه نه ده برابره شوې.
سلطاني وويل، چې د معلولينو او د شهيدانو د وارثانو عمده ستونزې، د سرپناه، تعليم او تربيې او د روغتيايي خدمتونو نشتوالی دی.
همداراز نوموړې وويل چې معلولين له سياسي او ټولنيزو حقوقو څخه هم هاغسې برخمن نه دي، لکه څنګه چې يې حق دی.
سيار وويل، چې په بلخ ولايت کې ۳۰۰۰ عمومي معلولين دي، ۱۴۰نظامی معلولين دي او ۹۵۰۰ د شهيدانو وارثين دي.