Language

د دره صوف د ډبرو سکرو دکان يو کارکونکى مړ او بل ټپي شو

مزارشريف ( پژواک ١٦ لړم ٩٢ ) : د سمنګان ولايت د ډبرو سکرو په کان کې دوو کاريګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت والي خيرالله انوش د لړم په ۱۶مه، پژوک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د “دره صوف بالا ” په يوه شخصي کان کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې ولسوالۍ کې ځينې خلک  له دولت څخه د ډبرو سکرو له کان نه د موادو د استخراج  اجازه لري، چې د همداسې يوه کان يو کار کوونکى مړ شوی او يو ټپی دی.

د هغه په وينا، د پېښې د څېړنې په موخه يې سيمې ته پلاوى استولی او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي .

خو د “دره صوف بالا ” ولسوال احمدعلي پژواک ته وويل، چې دغه پېښه په سيمه کې د وروستيو بارانونو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د باران له امله د کان ځينې برخې سستې شوې وې، چې پر کارکوونکو غورځېدلي  او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د هغه په وينا، د باراني موسم پرمهال د دولت له خوا د ياد کان په ګډون د لسګونو نورو کانونو کار بند کړای شوی و، خو بيا هم ځينې خلک په خپلسر د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي، چې ورته پېښې رامنځ ته کېږي.

ولسوال وويل، چې سيمې ته د ولايت مقام له خوا رالېږل شوی پلای رسېدلی او لا يې هم په ډاګه کړې نه ده، چې د پېښې اصلي لامل څه دی.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې په سمنګان کې د ډبرو سکرو په کان کې له څلويښتو ډېرو کاريګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې ۲۲ کاريګر پکې مړه شوي وو.