Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د څار نړيوال سازمان له امريکا د وردګو د وژنو څېړنه غوښتې

کابل (پژواک ١٦ لړم ٩٢): د بشر حقوقو نړيوال سازمان له امريکا وغوښتل چې د افغانستان په وردګو ولايت کې د ١٨ افغانانو د وژنې سمه څېړنه وکړي.

يو کال وړاندې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکو شکايت وکړ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا ځورول کېږي او د دغو ځانګړو ځواکونو له خوا يو شمېر کسان له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو په ميدان ښار او کابل کې لاريونونه هم وکړل، چې په غبرګون کې يې ولسمشر حامد کرزي ځانګړو امريکايي ځواکونو ته امر وکړ، چې له دغه ولايت څخه ووځي.

وروسته دولتي ځواکونو د زکريا کندهاري په نوم يو افغان په کندهار ولايت کې ونيو، چې ويل کېدل، په دغه کار کې لاس لري.

هغه اعتراف کړى و، چې دغه وژنې او ځورنې يې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په لارښوونه ترسره کولې.

د رولنګ سټون په نوم يوې امريکايۍ مجلې د نرخ ولسوالۍ د يادې پېښې په اړه يو بشپړ راپور خپور کړى دى.

په راپور کې د سيمې له اوسېدونکو، ځايي قومي مشرانو او چارواکو سره خبرې شوې او په ډاګه کړې يې ده چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ١٨ عام افغانان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې غوښتنه کړې، چې د نرخ ولسوالۍ په پېښه کې ښکېل کسان بايد محاکمه شي.

د دغه سازمان له خوا د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکا د خپلو ځواکونو له خوا په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو او څېړنو ښه مخينه لري.

ياد سازمان په ډاګه کړې، که څه هم امريکا د يو شمېر سرغړونو پلټنې کړې، خو بيا هم داسې پېښې شته چې تورنو ته کمه سزا ورکړل شوې او يا له محاکمې پرته ازاد ګرځي.

د بشر د حقونو د نړيوال سازمان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د شورا غړې او سلاکار انډريا پراسوا ويلي چې د نرخ پېښه بايد په سمه، ازاده او رڼه توګه وڅېړل شي.

هغې زياته کړې، دا ښکاره ده چې جرمونه ترسره شوي، امريکايي ځواکونه بايد وپلټي چې اصلي حقايق څه دي او پېښې څه ډول رامنځته شوې دي.

د ولسمشر کرزي تر امر وروسته د روان لمريز کال د غويي په مياشت کې امريکايي ځانګړي ځواکونه له نرخ ولسوالۍ څخه ووتل.

د يادونې ده، يو امريکايي سرتېرى د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم ١٧ بې ګناه افغانان وژلي وو، چې وروسته امريکايي محکمې هغه ته سپکه سزا ورکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.