Language

 جلال اباد(پژواک١٦لړم٩٢): د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې کمېسيون مشر قاضي ګل رحمن وايي، چې د ننګرهار په عمومي محبس کې يو شمېر داسې بنديان هم شته چې مجرمين نه دي.

 نوموړي دغه څرګندونې نن د لړم په ١٦مه د ننګرهار او لغمان ولايتونو د محبسونو له  څارنې څخه وروسته رسنيو ته وکړې.

 د دغه کمېسيون مشر قاضي ګل رحمان وايي، چې د ولسمشر حامد کرزي له لوري دوى ټاکل شوي، چې له زندانونو څخه ليدنه وکړي او هغه ستونزې ، چې دوى يې درک کوي، هغه ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي.

 نوموړى وايي، چې تر اوسه پورې دوى کومه بررسي کړې ده د ننګرهار په محبس کې يوشمېر داسې اشخاص شته، چې مجرمين نه دي.

 ده وويل: (( زه دا منم چې دلته ستونزې شته او دا ټولنه يوه عقده منه ټولنه ده، خو کوښښ به کوو، چې مشکل حل شي.))

 نوموړى وايي ، دلته داسې اعمال موجود دي، چې نه ښايي په زندان کې تر سره شي.

 هغه څوک په ګوته نه کړل ،چې څوک له چاسره داسې اعمال ترسره کوي چې په زندان کې يې ترسره کول نه ښايي ، خو زياته يې کړه چې ستونزې به له مرکزي ادارې سره شريکې کړي.

 نوموړى وايي: (( په امنيتي ادارو کې هم ګڼې ستونزې شته،په محاکمو کې هم شته ، په محابسو کې هم شته، مشکلات ښه ډېر دي، خو د حل لپاره يې بايد کار وشي.))

قاضي ګل رحمان زياتوي،چې په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې زندانونه د ودانيو پراختيا ته اړتيا لري.

 د ننګرهار په محبس کې يوتن بندي سميع الله پژواک ته وويل ، چې نوموړى په ١٧ کاله بند محکوم شوى دى.

 ده زياته کړه، چې دى د قتل په تور نيول شوى، خو اصلي مجرم چې پېسې لري، په محکمه کې يې پېسې ورکړي او په تور يې دى نيولى دى.

 نوموړي وايي: (( تره مې په ماډزې کولې، ما ځان بچ کړ بل کس ولګيد اوس مې تره تښتيدلى او زه يې نيولى يم.))

 سميع الله وايي،چې تره يې پيسه دار دى او د پېسو په زور يې دى بندي کړى او په خپله ازاد ګرځي.

 بلخوا د ننګرهار د محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى يواځې د محبس او زندانيانو ساتنه کوي.

 نوموړى وايي: (( موږ ته زندانيان راليږل کيږي او موږ يې دلته پالنه کوو.))

يادې پلاوي د لغمان ولايت له زندان څخه هم ليدنه وکړه ، چې د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي ورغلي پلاوي ته په دغه زندان کې د مرکزي دارالتاديب د نويو ودانيو جوړولو وړانديز وکړ.

 د لغمان والي وايي، چې دوى په مرکزي زندان کې نويو ودانيو ته اړتيا لري، ترڅو زندان پراخه شي .

 قاضي ګل رحمن وويل،چې په دغو زندانونوکې موجوده ستونزې به له اړونده چارواکو سره شريکې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.