مزارشريف (پژواک ١٦ لړم ٩٢): د سرپل چارواکي وايي، چې د واورو د ورښت له امله د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ لاره بنده شوې، چې له امله يې د ټاکنو د کارتونو د وېش لپاره د توکو لېږد هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
د دغه ولايت والي عبدالجبار حقبين د لړم په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د سرپل ولايت په ځينو سيمو کې واورې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په بلخاب او کوهستانات ولسواليو کې د واورو د ورښت کچه لوړه ده.
د هغه په وينا، له تېرې ورځې راهيسې د بلخاب ولسوالۍ لاره د موټرو پر مخ بنده شوې ده.
د سرپل والي حقبين وويل، چې د واورې د ډېر ورښت له امله د ولايت د مرکز او د بلخاب ولسوالۍ تر منځ په قم کوتل سيمه کې لاره بنده شوې، چې دوی يې د خلاصون په موخه تېره ورځ ناوخته امنيتي ډله هم استولې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه ښه روانه ده؛ خو د نوو توکو د لېږد لپاره د واورو ورښت ستونزې پيدا کړې دي.
د هغه په وينا، له تېرې ورځې د واورې ورښت له امله په قم کوتل کې د ټاکنو د کارتونو مواد بند پاتې دي.
خو د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر حاجي عبدالرحمان فريد وايي، چې که څه هم د واورو ورښت او لارو بندېدل د ټاکنو د موادو په لېږد رالېږد منفي اغېز کوي؛ خو د بلخاب ستونزه دوی حل کړې ده.
نوموړي په قم کوتل کې د واورې د ورښت له امله د بلخاب ولسوالۍ د لارې بندېدو پخلی وکړ؛ خو زياته يې کړه، چې د امنيتي ډلو په مرسته مواد د بلخاب ولسوالۍ ټولو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.