مزارشريف (پژواک،١٦ لړم٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو له خوا د هنر نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
دغه ورځ د لړم په ۱۶مه، د بلخ په مديوتيک دفتر کې د همدې دفتر په مالي ملاتړ د دغه ولايت د يو شمېر مدني ټولنو له خوا ونمانځل شوه.
د بلخ د مديوتيک دفتر مسوول شفېع رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ناسته يې د هنر د نړيوالې ورځې په وياړ جوړه کړې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د ورته ناستو له لارې دوی هڅه کوي، چې په بلخ ولايت کې بېلابېلو هنري فعاليتونو ته وده ورکړي.
د مديتويک دفتر د هنرونو د څانګې مسوول انځورګر بصير نقش بندي وويل، چې په بلخ کې زيات شمېر هنرونه د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو دورې د پای ته رسېدو سره هیلې پيدا شوې وې، چې په بلخ ولايت کې به بېل بېل هنرونه، چې د له منځه تلو په حال کې و، بېرته وده وکړي؛ خو هغسې ونه شول.
نوموړي زياته کړه: ((په بلخ ولايت کې دولت لا خطاطۍ، تياتر، سينما، موسيقۍ، فلم جوړونې او انځورګرۍ ته ډېر پام نه دی کړی.))
د هغه په وينا، همدا لامل دی، چې په دغه ولايت کې دغه ټول هنرونه د شاتګ په حال کې دي.
د بلخ ولايت د اطلاعات اوکولتور رييس صالح محمد خليق، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، رسنيو ته وويل، چې د ورته غونډو له لارې په بلخ کې هنرونه بېرته ژوندي کېدای شي؛ خو چې د پرمختګ لپاره يې هم هڅې وشي.
نوموړي په دغه ولايت کې د بېلا بېلو هنرونو د له منځه تلو د ګواښ پخلی وکړ.
همداراز خليق د هنر د ودې په موخه د کاپي رايټ اصولو يادونه وکړه، چې دولت ورته پاملرنه، نه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې داسې کمېټه نه شته، چې د کاپي رايټ اصولو څارنه دې وکړي.
د هغه په وينا ، په اصل کې مرکزي دولت د کاپی رايټ مسلې ته ډېر پام نه دی کړی.
د يادې غونډې په اوږدو کې د مشاعرې تر څنګ لسګونه انځورونه نندارې ته وړاندې شول او همداراز له ښځو سره د تاوتريخوالي اړوند د سټېج ډارمه هم تر سره شوه.