کندوز (پژواک ١٦ لړم ٩٢): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې د دولت د مخالفې ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار وراره يې د امام صاحب په ولسوالۍ کې نيولى دى.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې صلاح الدين حکمتيار تېر ماښام له يوه ساتونکي او دوه ښځو سره يو ځاى، د امام صاحب د ګل تپې له سيمې تېرېده، چې د سيمه ييزو پوليسو له پوستې سره مخ شو، خو هغوى ته يې د پلټلو لپاره موټر ونه دراوه.
هغه ادعا وکړه، چې په ورته وخت کې يې د موټر په وسيله يو پوليس وژلى او له هغه وروسته يې له ډېرې ورخطايۍ، يو هټۍ وال هم په ډزو سره وژلى دى.
حسيني زياته کړه، هټۍ وال محمديوسف نومېده، ٦٥ کاله عمر يې درلود او صلاح الدين حکمتيار يې ويلي وو، چې پوليس دې وژلى او بايد ودرېږې، خو هغه ورته پاملرنه نه وه کړې.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وويل، د حکمتيار د وراره موټر د ډېر سرعت له امله چپه شوى او له هغه وروسته د تېښتې په هڅه کې و، چې د پوليسو له لوري ونيول شو.
د امام صاحب ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن امان الله ابراهيمي وويل، صلاح الدين حکمتيار له يادې پيښې يو ساعت وروسته، په داسې حال کې د يادې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې ونيول شو، چې د موټر د اوښتو پر مهال يې لاس زيانمن شوى و.
ابراهيمي وويل، پوليسو د هغه ساتونکى له يوه کلاشينکوف او همدارنګه هغه دوه ښځې، چې له دوى سره په موټر کې سپرې وې هم نيولي او يادو دوه مېرمنو هغه ته محرميت هم نه درلود.
د امام صاحب امنيه قوماندان زياته کړه، صلاح الدين حکمتيار د کندوز د شېرخان بندر د تصدۍ برحاله کارکوونکى دى.
د حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې د ١٣٩٠ لمريز کال د غويي په مياشت کې، د انجنير ګلبدين حکمتيار وراره حبيب الله شهاب د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى و.
د اسلامي حزب د سرچينو په وينا، شهاب د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکى و، او د امريکايي ځواکونو پر وړاندې د جهاد په موخه، دغې سيمې ته تللى و.