Language

کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٢): د انګليستان د پوځي محکمې يوه قاضي حکم کړى، د هغې ويډيو اواز دې خپور شي چې د درېيو انګليسي سرتېرو له خوا د يوه افغان وسله وال د شکمنې وژنې پر مهال ثبت شوې ده.

دا ويډيو چې ٦ دقيقې او ٢٤ ثانيې ده، نږدې دوه کاله مخکې د يوه سرتېري له خوا په پوځي خولۍ کې د نصب شوې کمرې په وسيله اخيستل شوې ده.

د ياد افغان پر وژنې تورن سرتېري په يوه پوځي محکمه کې محاکمه کېږي.

انګليسي قاضي جيف بلاکټ (Jeff Blackett) تېره ورځ د رسنيو په غوښتنه يواځې د اخيستل شوې ويډيو د اواز د خپرېدو حکم وکړ.

په پوځي محکمه کې په خپره شوې ويډيو کې درې انګليسي سرتېري ليدل کېږي چې يو د بل غوښتنه ردوي، څو ياد افغان پر سر په مرمۍ وولي.

وروسته د انګليستان د بحري ځواکونو يو سرتېرى، نيول شوى وسله وال له نږدې د سينې په برخه کې په مرمۍ ولي او نورو سرتېرو ته وايي چې ” د جينوا کنوانسيون يې مات کړ.”

په وېډيو کې يو سرتېرى دا خبره هم کوي چې ښايي وسله وال پخوا مړ و.

خو په محکمه کې حاضر شوي درې انګليسي سرتېري ردوي چې دوى په ٢٠١١ کال کې د افغانستان په هلمند ولايت کې دغه وسله وال وژلى وي.

محکمې د دغو سرتېرو هويت پټ ساتلى او يواځې يې د نوم پر ځاى په اې (A)، بي (B) او سي (C) ياد کړي چې لومړى يې پر وژنې او دوه نور يې له هغه سره پر مرستې تورن دي.

د پوځي محکمې قاضي له دې امله چې ترهګر له دې ويډيو د خپلو تبليغاتو لپاره کار وانه خلي، اجازه ورنه کړه چې د وژنې ويډيو خپره شي.

د محکمې پر مهال ويل شوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د سرتېرو د ګزمې پر مرکز دوو وسله والو بريد وکړ.

“نړيوالې رسنۍ”