Language

د سُپريم کمپنۍ د شپاړس زره لېترو تېلو د غلا په تور څلور تنه نيول شوي

جلال اباد، کابل (پژواک١٨لړم٩٢): د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د سُپريم کمپنۍ د شپاړس زره لېترو تېلو د خرڅلاو په تور څلور  تنه نيول شوي دي.

ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د لړم په ١٨مه، پژواک اژانس ته وويل، ياد تېل ، چې په اتيا بېلرونو کې ځای پر ځای شوي وو او له کندهار څخه کابل ته لېږدول کېدل،د سيداباد ولسوالۍ په زرني سيمه کې موټر چلوونکي له نورو اکمالاتي موټرو څخه په دې موخه په ياده سيمه کې ځان تم کړ،چې په موټر کې تخنيکي ستونزه رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، موټر چلوونکي له څو شيبو تم کېدو وروسته دغه تېل په سيداباد ولسوالۍ کې د حاجي کوچي په نوم د تېلو پمپ ته انتقال او پر نوموړي يې وپلورل .

دى وايي ، چې موټر چلوونکي د دوه نورو ملګرو په همکارۍ د تېلو له پلورلو وروسته وړمه ورځ د شيخ اباد په سيمه کې خپل موټر ته اور اچولی،چې د سيمه ييزو پوليسو له لوري موټر ته اچول شوی اور  مړ شوى.

خوګياڼي وويل، چې ياد کسان وړمه ورځ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول  او د پلټنو پر مهال يې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې مخکې هم د درېيو سيمه ييزو پوليسو په ګډون پنځه کسان د لسګونه زره تېلو د غلا په تور په دې ولايت کې نيول شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې ، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ٢٩ کيلو ګرامه تارياک او په تور يې دوه تنه له  دوو عرادو موټرو سره يوځاى نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد ، پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ دوو تنو په تراکتور کې ٢٩ کيلوګرامه تارياک په ډېر مهارت ځاى پر ځاى کړي وو، چې د ملي پوليسو له لوري د سره رود په ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

نوموړى وايي ، دغو کسانو غوښتل ، چې ياد تارياک له خوګياڼو ولسوالۍ څخه کابل ته انتقال کړي، چې په سره رود ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

همداراز نوموړى وايي ، چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ په ځانګړو او ګډو عملياتو کې شاوخوا ١٦ بېلابېل عمليات کړي ، چې له شلو زيات وسله وال په کې وژل شوي او شاوخوا ٣٠ تنه يې ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، ددې عملياتو پر مهال لسګونه نور ژوندي نيول شوي  او د قانون منګلوولو ته  سپارل شوي دي.

دى وايي ، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له نور امنيتي ځواکونو سره ګډ عمليات پلان کړي، چې تر دې مهاله لسګونه ميله وسلې، له پنځو زرو څخه زيات مهمات او څو عرادې موټر  نيولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.