Language

د غزني د والي سلاکار ٤١ زره ډالر تښتولي

غزني ښار(پژواک ۱۸ لړم ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني د والي  مشاور صفي الله ابراهيمي له بانک څخه ٤١ زره امريکايي ډالر ايستلي او  تښتيدلى دى.

 د غزني د والي وياند شفيق ننګ د لړم په ١٨مه پژواک ته وويل، نوموړي د ٩ تنو ولايتي سلاکارانو معاش له بانک څخه ايستلى او تښتېدلى دى.

ننګ زياتوي، صفي الله ابراهيمي دغه پيسې څو ورځې مخکې وړي او نامعلوم ځاى ته تښتېدلى دى.

 د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي هم ياده پېښه مني او وايي، د ولايت  مشاور له بانک څخه ۴۱ زره امريکايي ډالر  ايستلي  او نامعلوم ځاى ته تښتېدلى دى.

 د غزني چارواکو د هغو  پېسو په اړه، چې صفي الله ابراهيمي وړې دي نور معلومات نه دي ورکړي، چې دغه پيسې د سلاکارانو د څو مياشتو معاش دى.

 دوه کاله مخکې د غزني له والي سره امريکا ته په رسمي سفر کې يو بل ولايتي سلاکار د سفر پر مهال نادرکه شو،  ويل کيږي نوموړى مشاور له امريکا نه په قاچاقي ډول کاناډا ته واوښت.

Related Topics