اسعد اباد ( پژواک ١٨ لړم ٩٢ ) : د کونړ ولايت يو شمېر اوسېدونکي په عدلي او قضايي ارګانونو کې له فساد څخه شکايت کوي، خو ددې ولايت د محکمې رييس وايي، چې دا ډول تورن کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.
ددې ولايت د اسمار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالولي وايي، چې د نورو دولتي ادارو په څېر په قضايي ادارو کې هم فساد او رشوت عام شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې که يو قاضي رشوت واخلي، نو ټوله اداره ورسره بدنامه کېږي ، خو نوموړي زياته کړه: (( په دې وروستيو کې په کونړ کې رشوت کم شوى، خو خلاص شوى نه دى.))
د وټه پور ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى جنت فدا وايي، چې په قضايي او عدلي ادارو کې خوشې د چا کار نه کېږي، که پيسې ورنکړې نو دوسيه مخکې نه ځي.
د هغه په وينا، په قضا کې غريب سړی دوسيه نشي ګټلی او نه يې هم دوسيه مخکې ځي، په کلونو کلونو له ځنډ سره مخامخ کېږي .
ده زياته کړه : (( غريب سړى وروسته اړ شي ،چې له خپلې دوسيې تېر شي.))
د ولايت د مرکز اسعداباد ښار په مرکزي زندان کې يو تن بندي ، چې جزايي دوسيه لري وايي، له پيسو پرته هېڅ کار نه کېږي.
هغه پژواک ته وويل : (( د ولسمشر په فرمان بنديان خوشې کېږي، خو حقدار بنديان له دې فرمان څخه پاتې شي، کوم بنديان چې پيسې ورکړي هغوى خوشې کېږي.))
نوموړى وايي ، چې په لويو لويو جرمونو کې خلک بنديان شي، څو مياشتې يې نه وي تېرې ، چې بېرته خوشې شي، خو د وړو جرمونو بنديان کلونه کلونه پراته وي.
خو د کونړ د محاکمو رييس قضاوتمند شمس الرحمن رييس خېل د خلکو ادعاوې ردوي او زياتوي ، له کله راهيسې چې دى راغلى، نو دقضا دروازه يې د هر چا پر وړاندې پرانېستې او خلک کولى شي خپل شکايتونه او نيوکې دوى ته وړاندې کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې خلک هر ډول خبرې کوي، د شکايتونو لپاره ځانګړې ټېلېفوني شمېرې يې هم د خلکو په واک کې ورکړې دي.
نوموړي زياته کړه ، چې د کونړ په مرکز او يا په ولسواليو کې که قاضيان او يا نور اړونده کارکوونکي له خلکو د خپلو دوسيو په اړه د رشوت او پيسو غوښتنه وکړي، نو د محاکمو رياست دې ژر پرې خبر کړي، څو په اړه يې جدي اقدامات وکړي.
رييس خېل وايي : ((دغه خلک به په دې شرط د قانون منګولوته وسپارم ، چې ادعا حقيقت ولري او خلک له ځانه سره ثبوت ولري.))
د کونړ د محاکمو رييس وويل، چې که خلک دده په اړه شکايت او نيوکه لري، نو کولى شي چې سترې محکمې ته راپور ورکړي.
نوموړي زياته کړه،د ۱۳۹۲ لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٧٦٩ دوسيې، چې پکې حقوقي،تجارتي،جزايي اوهغه قضايه چې د امنيت عامه ديوان پورې اړونددي ، ټولې شامل دي، راغلي دي.
رييس خېل وويل ، هغه محکمې چې قانوني موانع ونه لري ، نو دوى يې علني محکمه ترسره کوي او د اړوندو خلکو ترڅنګ عام خلک هم ورته راغواړي.
د هغه په وينا، په علني محکمو کې خلکو ته د قضا عدالت هم معلوميږي ، چې څه ډول پرېکړه کوي، حق حقدار ته ورکوي او که نه ؟
د محاکمو رييس وويل ، چې په کونړ کې ټولې پرېکړې له کومې وېرې پرته دافغانستان نافذه قوانينو له مخې ترسره کېږي .
ده زياته کړه : (( قاضيان زيات د خطر احساس کوي، خو بيا د پرېکړو پر مهال له عدالت څخه کار اخلي.))
هغه وايي ، چې د سترې محکمې د حکم له مخې ، دوى هڅه کوي، چې دوسيې په وخت وڅيړي او په اړه يې پرېکړه وکړي.
رييس خېل زياتوي ، په هغو سيمو کې، چې د مخالفينو تر واک لاندې دي، هلته مخالفين خپلې پرېکړې کوي، خو ددولت تر واک لاندې سيمو کې ټولې پرېکړې په دولتي ادارو کېږي.