Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو مخالفينو په بدخشان کې څلور پوليس تښتولي

فيض اباد(پژواک،١٨ لړم٩٢): د بدخشان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې نښتې پر مهال وسله والو مخالفينو څلور پوليس له ځانه سر بيولي دي.

د بدخشان د بر تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد کمال الدين خليلي د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته نن سهار په لسو بجو ديادې ولسوالۍ اړوند د خمبک آب په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې ددې نښتې پر مهال دوه پوليس ټپيان شوي او څلور نور وسله والو له ځانه سره بيولي دي.

هغه وويل، چې  وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.

د بدخشان د والي مرستيال ډاکټر ګل محمد بيدار پژواک ته وويل، چې له نښتې مخکې په ياده سيمه کې د پوليسو پر موټرو د ماين چاودنه شوې  وه.

دده په خبره، په دغه چاودنه کې د پوليسو درې موټر ويجاړ شوي او له هغه وروسته بيا نښته هم رامنځته شوې ده.

بيدار زياته کړه، چې په دغه پېښه کې درې پوليس وسله والو طالبانو له ځانه سره بيولي او پنځه نور ټپيان دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک سره په خبرو کې ادعا وکړه،  په ياده نښته کې يې شپږ پوليس ژوندي نيولي او اووه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه،  چې   اووه ميله کلاشينکوفونه هم ددوى ملګرو له ځانه سره وړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.