Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي چارواکي زابل کې د ١٨ وسله والو د وژلو ادعا کوي

کلات (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې ١٨ وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد نصرت يار د لړم په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو دغه عمليات پرون د يادې ولسوالۍ په کورغان او اشېزو سيمه کې ترسره کړي دي.

د ولسوال په خبره، چې په عملياتو کې اتلس وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دوی وايي، بهرنيو سرتېرو د عملياتو پر مهال پر هغو سيمو بمبار کړی، چې طالب وسله وال په کې پټ وو.

د ارغنداب ولسوال وايي، چې په وژل شوو کې د مولوي محمد نعيم او ملا لالي په نومونو دوه سيمه ييز مشهور طالب قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز نوموړي وويل، چې په دغو عملياتو کې څلور وسله وال ټپيان شوي او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دولتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې تېر مازديګر يې د ارغنداب ولسوالۍ د باغ په سيمه کې د پوليسو يو رينجر موټر پر ماين الوځولی او په کې سپاره سرتېري يې وژلي دي.

خو د ارغنداب ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې کومه چاودنه نه ده شوې.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ يې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا يو طالب قوماندان نيول شوى دى.

د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله والو طالبانو ياد قوماندان په لومړنيو پلټنو کې پر خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی او ځان يې د وسله والو طالبانو د يوې دوولس کسيزې ډلې قوماندان معرفي کړی دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.