مزارشريف (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ګړنديو امنيتي کړنو په موخه د ۱۱۹ شمېرې د امنيتي خدمتونو په نوم د معلوماتو ترلاسه کېدو مرکز په کار پيل وکړ.
۱۱۹ هغه ټيلفوني شمېره ده، چې هر وګړى ورته په کم لګښت زنګ وهلی شي او د امنيتي پوليسو او پېښو په اړه خپل معلومات له امنيتي مسوولينو سره شريکولی شي.
دغه مرکز د لړم په ۱۹مه د بلخ ولايت د عمومي امنيه قوماندانۍ په ودانۍ کې پرانيستل شو.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د مرکز له پرانيستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کابل او ننګرهار وروسته د ۱۱۹ شمېرې خدمتي مرکز په لومړي ځل په بلخ ولايت کې فعال شو.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه مرکز څخه موخه په امنيتي چاروکې د عامو خلک د ملاتړ ترلاسه کول دي.
رحيمي وويل، چې دوی په دغه مرکز کې اته ټيلېفوني لينونه فعال کړي، چې په يو وخت کې اته ټيلېفونونو ته ځواب ورکولی شي.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ يوازې د افغان بيسم ټيلېفون له لارې له دغه مرکز سره اړيکه نيول شوني دي.
پاسوال رحيمي وويل: ((موږ په دې تمه يو، چې د امنيتي شکمونو کړنو د خبرتيا تر څنګ عام خلک موږ ته د پوليسو د ناسم چلند په اړه هم معلومات شريک کړي.))
نوموړي زياته کړه، چې که چېرې ولس د ۱۱۹ شمېرې د مرکز له لارې له خپلو امنيتي مسوولينو سره له زړه ملاتړ وکړي؛ نو پايلې به يې ډېرې ښې وي.
د مزارشريف ښاريان د امنيه قوماندان له دغه اقدام څخه ستاينه کوي او زياتوي چې له دې سره به د خلکو امنيتي ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د مزارشريف د روضې سيمې يو اسېدونکى تاج الدين پژواک ته وويل، چې پخوا دوى پوليسو ته لاسرسۍ نه درلود، خو اوس چې دغه شمېره فعاله شوه، دوى کولى شي له پېښو څخه پوليس خبر کړي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد عالم پژواک ته وويل، چې د ۱۱۹ ټيلېفوني شمېرې فعالېدو ته په تمه دی، چې د امنيت په راوستو کې به ښه رول ولري.
نوموړي زياته کړه، چې له دې لارې به عام خلک هم د امنيت راوستو په برخه کې خپل ځان مسووليت احساس کړي او له پوليسو سره به يو ځای کار وکړي.
د هغه په وينا، که چېرې ياد مرکز ته له مخابراتي شرکت څخه اړيکه نيول کېدای شوای نو نتيجه به ډېره ښه وه.
د بلخ امنيه قوماندان وويل، دوی هڅې پيل کړې، چې په لنډه موده کې به ۱۱۹ امنيتي مرکز ته له هرې ټيلېفونې شبکې اړيکه نيول امکان ولري.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د عامو خلکو ملاتړ ته په تمه دي؛ خو که چېرې څوک همدې مرکز ته د بې ځايه زنګ وهلو او يا هم ناسمو معلوماتو شریکولو له لارې مزاحمت وکړي نو د قانون له مخې به مجازات شي.