Language

هلمند کې د درېيو پوليسو تر څنګ ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښكرګاه (پژواك ۱۹ لړم ۹۲): د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې پر عملياتو پر مهال درې پوليسو او ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګرشك ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، تېره ورځ د ملي اردو او پوليسو له خوا د يخچال او ګوبند په سيمو كې د امنيت د ټينګښت او  كوكنارو د كښت د مخنيوي په موخه عمليات پيل شوي دي.

سرچينه وايي، په عمليات كې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي،  چې د دريو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.

د سرچينې په وينا، په عمليات كې يو پوليس هم وژل شوى او د دوو پوليسو ترڅنګ ۱۱ طالبان هم ټپيان  شوي دي.

هغه زياتوي، چې درې وسله وال په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

د سرچينې په خبره، عمليات لا دوام لري او ډېرى سيمې يې د دولت له مخالفينو پاكې كړې دي.

د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي  دفتر مشر احمد فواد عسكري وايي، په  عملياتو كې پنځه  وسله وال  وژل  شوي او نهه نور ټپيان دي، نوموړي د پوليسو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

 عسكري زياته کړه، نن سهار د نادعلي ولسوالۍ  په  شمالي برخو كې د وسله والو د ځپلو او كوكنارو د كښت د مخنيوي  په موخه د پوليسو له خوا عمليات پيل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي وايي، تېره ورځ  يې په نوزاد ولسوالۍ كې د ماين په چاودنه كې دوه  بهرني سرتېري وژلي دي.

Related Topics