Language

جلال اباد( پژواک،١٩ لړم ٩٢): چارواکي وايي، د ننګرهار په پوهنتون کې د ټاکنو په اړه تر غونډې وروسته چاودنې د پوهنتون يو استاد ټپي کړى دى.

چاودنه په داسې مهال شوې، چې د ټاکنو د اهميت په اړه غونډه پاى ته رسيدلې وه او خلک د غونډې له ځاىه په وتلو وو.

د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رييس ببرک مياخېل وايي، چاودنه مازيګر شاوخوا ٤ بجې وشوه او د ژورناليزم پوهنځي استاد پوهنيارسميع الله سعيدي يې ټپي کړ.

نوموړى زياتوي، چاودېدونکي توکي د ادبياتو پوهنځي داستاد په موټر کې ځاى پر ځاى شوي و، د پوهنځي رييس ته کوم زيان نه دى اوښتى خو موټر يې ويجاړ شوى دى.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ دامنيت سمونوال حضرت حسين مشرقيوال هم ياده پېښه تاييدوي، خو په اړه يې ډير معلومات نه لري.

ننګرهار پوهنتون له ښاره شمال لورته شاوخوا ١٥ کيلومتره لرې په درونټه کې موقعيت لري.