جلال اباد (پژواک ٢١ لړم ٩٢): لسګونو ځوانانو او د مدني ټولنو استازو په جلال اباد ښار کې د تښتونو په غبرګون کې لاريون وکړ او امنيتي ادارې يې د دغه کار په مخنيوي کې په ناغېړۍ تورنې کړې.
پرون (د لړم ٢٠مه) مازديګر ناوخته د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې لسګونو ځوانانو د يوه لاريون په ترڅ کې د ننګرهار ولايت پر امنيتي او کشفي ارګانونو نيوکه وکړه، چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار دوه اوسېدونکي تښتول شوي او بيا وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو تښتونکي نيولي او اوس يې د خلاصون هڅې روانې دي.
دوى ويل، ملي امنيت ١٣ هغه انسان تښتونکي نيولي، چې دوه تنه يې د جلال اباد له ښاره تښتولي وو او بيا يې وژلي دي.
لاريون کوونکو په پښتونستان څلورلارې کې د تښتونکو له لوري د وژل شوي ځوان جسد اېښى و او مرګ په نا اهله چارواکو شعارونه يې ورکول.
يوه لاريون کوونکي نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يې ورور د تښتوونکو له لوري تښتول شوى و، په لومړيو کې يې ترې دوه سوه زره ډالر غوښتل خو دوى ورته دوه ميليون کلدارې له خپلوانو راقرض کړې او تښتوونکو ته يې په خوګياڼو ولسوالۍ کې ورکړې، خو بيا يې هم ورور ورته وژلى او نن يې په خوګياڼو ولسوالۍ کې مړى پيدا کړى دى.
ده وويل: ((اوس ملي امنيت ١٤ کسان نيولي دي، په جرمونو يې اعترافونه هم کړي، خو اوس يې د خلاصولو هڅې روانې دي.))
نوموړى زياتوي، که چېرې دغه اختطافچيان پرته له سزا خوشې شي نو مجبور دى چې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې ځان ته اور واچوي.
نېک محمد وايي: ((که نور مې هېڅ وس ونه شي په دې څلورلارې کې ځان وژنم.))
يوه بل لاريون کوونکي اجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، له مزار شريف څخه يې د تره زوى د دوى واده ته راغلى و، چې د تښتونکو له لوري وتښتول شو.
نوموړى زياتوي، وروسته ترې تښتونکو دوه سوه زره ډالر غوښتل خو دوى د دومره پيسو د ورکړې توان نه درلود.
ده زياته کړه: ((د نه پيسو له امله يې زما د تره زوى وواژه، موږ نه پيسې لرلې او نه هم جايداد.))
نوموړى وايي، د ملي امنيت له لوري ورته ويل شوي وو چې د دوى د تره زوى ژوندى دى خو کله چې دوى هم خوګياڼو ته ورغلل هلک يې وژلى و.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى عبدالبصير ګلاب هم مني چې امنيتي ځواکونو يو شمېر تښتونکي نيولي، خو د ځينو کړيو له لوري يې د خوشې کولو هڅې روانې دي.
ده وويل، له يادو لاريون کوونکو يې لس تنه ټاکلي چې د ولايتي ادارې له چارواکو سره يې کېنوي.
ګلاب وايي: ((موږ به هم دغه موضوع تعقيبوو او هېڅکله به هم داسې غلې نه کېنو، دا مجرمين به په سزا رسي.))
بلخوا د ننګرهار ولايت سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، دى له موضوع خبر دى او نن يې هم په امنيتي جلسه کې پر يادې پېښې خبرې کړې دي.
ده وويل: ((دا که هر څوک دى دا زموږ بچى دى، ولايتي اداره پرې د زړه له تله خواشينې ده.))
نوموړى وايي، امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې همدا اوس امر کړى او دغه موضوع به په خپله هم وڅېړي.
ګرديوال زياتوي، هېڅکله به هم کوم مجرم پرته له سزا خوشى نه شي، نوموړي له لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوى د بچو قاتلين به پر سزا رسوي.
ګرديوال وويل: ((که په سزا مې ونه رسول نو زه به يوه ورځ هم په دغه ولايت کې تېره نه کړم.))
سرپرست والي د امنيه قوماندانۍ نظامي څارنوال ته سپارښتنه وکړه چې موضوع په خپله وڅېړي او هر هغه چا چې په دې برخه کې له غفلته کار اخيستى وي د قانون منګولو ته وسپاري.
ياده دې وي، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې لسګونه تښتونې رامنځته شوې، چې ځينې يې د پيسو په بدل او ځينې نورې د ملي امنيت له لوري خوشې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP