Language

اسعد اباد ( پژواک ٢١ لړم ٩٢ ) : د کونړ امنيه قوماندان هغه راپورونه رد کړل ، چې ګوندې پوليس ددې ولايت کې د کروميټ قيمتي ډبرو په قاچاق کې لاس لري.

د افغانستان د روڼتيا څار ادارې دوه ورځې مخکې ويلي و ، چې  په کونړ کې له تېر يوه کال راهيسې د نړيوالو ځواکونو پر مټ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان په پراخه پيمانه د کروميټ قيمتي ډبرې په غير قانوني ډول وېستلې دي.

خو د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٢١مه، په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په خاص کونړ کې د معدنو هېڅ ډول کيندنه نه کېږي او نه هم په ياد ولايت کی داسې کوم زورواکی شتون لري ، چې دحکومت پر خلاف ودريږي او په خپلسر کيدنې وکړي.  

هغه زياته کړه، چې ډيرى کانونه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي ،په هېڅ ډول دلته کيندنې نشته او په هېڅ ډول دلته کار جريان نه لري .

نوموړى وايي، چې په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ،ياکوم پخوانی جهادي قوماندان او يا هم کوم بل زورواکى وجود نه لري، چې د حکومت پر وړاندې ودريږي ،يا دکوم جرم مرتکب شي وجود نه لري.

د سيدخېل په وينا، هرچا چې پر سيمه ييزو پوليسو د کروميټو قيمتي ډبرو د کيندنې تور لګولی، بې اساسه او غلط دی.