مزارشريف (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د عدليې رياست له خوا د افغانستان د قوانينو د جريدو د خرڅلاو غرفه پرانيستل شوه.
دغه غرفه د لړم په ۲۱مه د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.
د بلخ ولايت د عدليې رييس سيدمحمد جعفر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خلکو د پوهې د کچې د لوړوالي او د افغانستان د قوانينو د عامولو په موخه يې دغه مرکز پرانيست.
نوموړي زياته کړه، چې خرڅلاو په دې غرفه کې د عدليې وزارت ټولې رسمي جريدې، چې قوانين په کې چاپېږي په وړ بيه پلورل کېږي.
د هغه په وينا، همداراز ټول هغه کتابونه، چې د قوانينو اړوند وي، له دې ځايه ترلاسه کېدای شي.
مصباح وويل، چې همداراز په دغه مرکز کې د قوانينو اړوند کتابونو د خرڅلاو تر څنګ، عامو خلکو ته په وړيا توګه حقوقي مشورې هم ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې همداراز د حقوقو او قوانينو په اړه ځيني کتابونه لرو، چې د پلورلو لپاره نه دي، بلکې په وړيا توګه يې دلته د لوستنې اسانتياوې برابرې شوې دي.
د بلخ ولايت د اطلاعات او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې د يادې غرفې د پرانيستې له لارې به عام خلک په اسانه د افغانستان قوانينو ته لاسرسى پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، چې له دې لارې به په بلخ کې د کتابتون جوړونې او کتاب لوستنې کلتور هم وده وکړي.
د هغه په وينا، ډېری عام خلک له قوانينو بې خبره پاتې دي، چې ورته هڅو له لارې هر څوک د افغانستان قوانين د کتاب په بڼه ترلاسه کولی شي.
د بلخ پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي استاد غلام بشير، چې د يادې غرفې کتابونو يې کتل پژواک ته وويل، چې له دې مخکې يې د هېواد بېلابېلو قوانينو د ترلاسه کېدو کوم ځانګړی ځای نه پېژانده.
نوموړي زياته کړه، دی خوښ دی، چې د قوانينو د ترلاسه کېدو مرکز يې وموند.