مزارشريف (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف کې، په هېواد کې د مدني ټولنو د ځنځيري کړۍ د منځته راتګ په موخه د بېلابېلو ولايتونو د مدني ټولنو د غړو ناسته وشوه.
په دې ناسته کې ، چې د لړم په ۲۱مه د بلخ د سولې د عالي شوار په مېلمستون کې ترسره شوه، د سمنګان، غور، بدخشان، بغلان، باميان، هرات، کابل، بادغيس، جوزجان او ځينو نورو ولايتونو د مدني ټولنو غړو او ځوانانو برخه اخيستې وه، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېد.
د يادې ناستې يو سمبالوونکى او د غور ولايت د مدني ټولنې غړي محمدحسن حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې ناستې څخه د دوی موخه د مدني ټولنو او رسنيو همغږي ده.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې په ډله ييزه توګه د يو بل ستونزو ته د حل لاره ومومي.
حکيمي وويل: ((که چېرې د افغانستان په هره څنډه کې د مدني ټولنې کوم غړی او يا هم کوم خبريال له ستونزې سره مخ کېږي نو د ورته ناستو له لارې به پېژندنه او اړيکې دومره قوي شوې وي، چې په يو غږ به يې په هر لوري کې ملاتړ کېږي.))
نوموړي د خپلو د ورته ناستو له لارې د پيغام رسونې په اړه وويل، چې دوی هڅه کوي، عامو خلکو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو بلنه ورکړي، له دولت څخه غوښتنه وکړي، چې په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي او د ټاکنو کمېسيون تر کوم سياسي فشار لاندې رانه شي.
د هغه په وينا، د ټاکنو پر وړاندې په هر ولايت کې بېلابېلې ستونزې شته، خو په ګډو حرکتونو سره يې کچه کمېدای شي.
حکيمي وويل، چې په غور کې د غير مسوول وسله والو د ټاکنو پر وړاندې يو ګواښ دی؛ خو ممکن په بلخ ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې ګواښ بل شکل ولري.
نوموړي زياته کړه، چې که چېرې په هېواد کې شته مدني ټولنې او رسنۍ په خپلو کې همغږي ولري؛ نو د ورته ستونزو پر وړاندې ښه مبارزه کولی شي.
د سمنګان ولايت د مدني ټولنې غړی روح الله چې په ياده ناسته کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، دی هيله مند دی، چې د ورته ناستو له لارې به په هېواد کې د مدني ټولنو د اړيکو يوه ځنځيري کړۍ رامنځ ته شي.
نوموړي زياته کړه، د دوی يواځېنۍ وېره له ټاکنو څخه ده، چې بايد ښې ترسره شي.
د هغه په وينا، په سمنګان ولايت کې تر دې دمه د ټاکنو د کارتونو وېش په ښه توګه روان دی.
د بغلان د مدني ټولنې غړي او د يادې ناستې يوه ګډونوال نصرالله پژواک ته وويل، چې د يادې ناستې په ترڅ کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له ځوانانو سره يې اړيکې پيدا شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په بغلان کې ځوانان د هر اړخيزو زده کړو په به برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې د هېواد له مدني ټولنو سره اړيکې ولري او د شته ستونزې پر وړاندې مبارزه وکړي.