فيض ابا- پلخمري (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو ډلمشر نيول شوى او په بغلان کې د کندوز د کليو او پراختيا د رييس د تښتونې په تور پنځه کسان نيول شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال سيدجهانګير کرامت، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د بدخشان د کشم ولسوالۍ په خمبک درې کې، د پوليسو او وسله والو مخالفينود دوه ساعته نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو ډلمشر له يو ميل کلاشينکوف سره يو ځاى نيول شوى او څلور نور مخالفين ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، ياده دره له وسله والو سره تر نښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او د وسله والو د ډلمشر تر نيولو وروسته نور طالبان له سيمې تښتېدلي دي.
هغه وايي، په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته کوم ځاني زيان نه دى اوښتى، خو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، د بغلان امنيتي ځواکونو د کندوز د کليو او پراختيا د مشر د تښتولو په تور پنځه شکمن کسان له درې عرادې موټرو سره يو ځاى نيولي دي.
د کندوز د کليواو پراختيا رييس انجنير شفيق الله علميار دوه ورځې وړاندې له کندوز څخه بغلان ته پر لاره و، چې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ او د نوموړي پر موټر له ډزو وروسته د هغه ورور ووژل شو او دى په ټپي حالت کې د طالبانو له لوري نامعلوم ځاى ته يوړل شو.
د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وايي، چې ياد کسان د دغه ولايت په بورکه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نيول شوي، چې د تښتوونکو له نږدې کسانو څخه دي او ترې څېړنې روانې دي.
خو تر دې دمه کومې ډلې د کليو او پراختيا د رييس د تښتونې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP