کلات ( پژواک ٢٢ لړم ٩٢ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ پوليسو د يوه موټر د پلټنې پر مهال ۱۵۷ کيلو ګرامه ترياک نيولي دي .
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د لړم پر ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي تېره ورځ مازيګر پوليسو په کلات ښار کې تر لاسه کړل .
نوموړى زياتوي ، چې د کلات د تلاشۍ پر ځنځير پوليسو يو هينو ډوله موټر د مخکنيو اطلاعاتو پر بنسټ وپلټه، چې ورڅخه يې ۱۵۷ کيلو ګرامه ترياک تر لاسه کړل.
دده په خبره ، چې دغه موټر له ننګرهار ولايت څخه کندهار ته روان و او پوليسو د ياد موټر چلوونکی او ورسره يو بل ملګری، چې دواړه د ننګرهار اوسېدونکي دي ، نيولي او ورڅخه پلټنې روانې دي.
د امنيت امر وايي، دا پنځم ځل دى ، چې پوليس په روانه يوه مياشت کې نشه يي توکي تر لاسه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP