Language

لښکرګاه (پژواک ٢٢ لړم ٩٢) : د هلمندد يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانانو او نورو منسوبينو ته د کنارو د کر د مخنيوي په موخه سيمينار جوړ شو.

دغه سيمينار په لښکرګا کې د پوليسو د روزنيز مرکز په انګړ کې درې ورځې مخکې پيل او دلړم په ٢٢مه، پاى ته ورسېد.

د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن احمدشاه وويل، چې ولسوالۍ کې يې کوکنار تردې  دمه نه دي کرل شوي ، پوليسو يې پر وړاندې مبارزه  پيل کړې او ګڼ شمېر  هغه کرونده ګر يې نيولي ، چې په دې کار يې لاس پورې کاوه. 

نوموړي زياته کړه ، چې د همدې کوکنارو او نورو جرمونو د مخنيوي په موخه يې د پوليسو په روزنيز مرکز کې درې ورځينى سيمينار در لود.

احمدشاه وايي، چې دوى ته په همدې پروګرام کې  لارښوونه وشوه ، چې څنګه پوليس  له دې جرم سره مبارزه وکړي او کروندګرو ته هم دا وښيي، چې کوکنارو د قانون له مخې جرم دى.

په همدې حال کې د ګرشک امنيه قوماندان څارمن حکمت الله  پژواک ته وويل ، چې پوليس  په ډير سخته ازموينه کې راګير دي ، له يوې خوا يې د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه ده، له بلې خوا د امنيت  د لېږد او راتلوونکو ټاکنو لړۍ يې هم پر وړاندې پرته ده.

هغه زياته کړه، چې که څه هم ددې کارونو د ښه تر سره کولو په موخه  يې په  ياد سيمينار کې ځينې مهارتونه تر لاسه کړي، خو بيا به  هم په احتمالي توګه  له ستونزو سره مخ  شي.

د نوموړي په وينا،د تېرو کلونو په پرتله يې د کوکنارو دمخنيوي په موخه تګلاره  بدله کړې تردې مهاله  يې په شنو سيموکې د کوکنارو دکر مخه نيولې او په دښتي  سيمو  کې  چې ددولت د مخالفينوخوځښتونه پکې تر سترګو کېږي لارې بندې کړي  تيل،کيمياوي سري، او نور د اړتيا توکي نه ورپريږدي.

د ناد علي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن  عمرجان حقمل هم وايي ، چې تر دې مهاله  يې په جدي توګه د کوکنارو له کر څخه مخنيوى کړى دى.

د هغه په وينا، لوړ پوړي دولتي مسوولين بايد د دوى د کارونو  د ښه والي په موخه مکافات او مجازاتو پروګرامونه  په  لاره واچوي او له دوى سره په دې کار کې مرسته وشي.

په  لښکرګاه کې د پوليسو د روزنيز مرکز يو تن مسوول سمونمل عبدالمحمد ظفرخېل پژواک ته وويل ، چې د پوليسو قوماندانانو او د ماموريتونو مسوولينو ته  يې په دې سيمينار کې ټول هغه مهارتونه ورښودلي  چې دکوکنارو او نورو ناقانونه کړنو مخنيوى پري کيږي.

بلخوا په همدې ولايت کې کروند ګرو په ځينو سيموکې د هر ډول جديت پر وړاندې په خپلو کې پرېکړه کړې، چې دکوکنارو کر به کوي، تر څو ددولت له خوا ورته  پوره پاملرنه ، نه وي شوي.

د کوکنارو د مخنيوي دا سيمينار په داسې حال کې جوړ شوى، چې د ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې، سږ کال په هېواد کې د کوکنارو په کر کې ٣٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.

دغه راپور ، چې نن خپور شو، پکې راغلي  چې دافغانستان د ټولو کوکنارو نيمايي برخه په  هلمندکې کرل کېږي او په دغه ولايت کې يې هم کچه ٣٤سلنه زيات شوې ده.

Related Topics