مزارشريف ( پژواک ٢٢ لړم ٩٢ ) : د شمال زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د راتلونکو ټاکنو د ډاډمن امنيت په موخه د عقاب په نامه چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د لړم په ۲۲مه، په ياده قول اردو کې د عاشورا په وياړ د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، چې په شمال زون کې د راتلونکو ټاکنو په اړه له کوم ځانګړي ګواښ سره مخ نه دي.
نوموړي زياته کړه، د دوی هڅې روانې دي، چې د شمال زون په نهو ولايتونو کې راتلونکې ټاکنې په ښه توګه تر سره شي.
د هغه په وينا، د ياد زون په بېلا بېلو ولايتونو کې يې د ټاکنو د ډاډمن امنيت په موخه د عقاب په نامه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
بريد جنرال ويسا د عقاب عملياتو د جزئياتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د دغو عملياتو له امله تر دې دمه دښمن ته وخت نه دی ورکړل شوی، چې د ټاکنو په اړه د سيمې د ناامنه کولو لپاره خپل پلانونه پلي کړای شي.
نوموړي د بدخشان د وردج ولسوالۍ يادونه وکړه، چې د څه وخت لپاره ناامنه وه؛ خو د دوی د عملياتو په ترڅ کې ۲۰۰ وسله وال مخالفين ووژل شول، چې ۳۲ يې مشهور قوماندانان وو.
همداراز دفارياب په المار او قيصار ولسواليو کې هم دښمن د سيمې د ناامنه کولو هڅې کولې، چې بريالی نه شو او مخه يې بنده شوې.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول شمال کې داسې ځانګړې سيمه نشته، چې په اړه يې دوی له کوم احتمالي ګواښ سره مخ وي.
د هغه په وينا، که څه هم دوی په شمال کې د تشکيلانو او تجهيزانو په برخه کې له يو څه ستونزو سره مخ دي؛ خو دومره نه دي، چې د دوی په هڅو دې بد اغېز وکړي.
نوموړي د عاشورا ورځې په وياړ د جوړې شوې غونډې په اړه وويل، چې شاهين قول اردو هر کال د سيمې د ديني عالمانو په مرسته د عاشورا په اړه غونډه جوړوي.
بريد جنرال ويسا وويل: ((د عاشوار لس ورځې افغان ځواکونو ته د دښمن پر وړاندې د ټينګ عزم د پياوړي کېدو پيغام ورکوي.))