Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز نوي والي په دې ولايت کې د امنيت راوستو او بيارغونې ژمنه وکړه

 کندوز(پژواک، ٢٢ لړم ٩٢): دکندوز ولايت نوي والي  غلام سخي بغلاني نن د خپلې پېژندنې په مراسمو کې د کندوز له خلکو سره ژمنه وکړه، چې تر دوو راتلونکو مياشتو پورې به ددې ولايت په بيارغونه او امنيت کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

بغلانى په دې وروستيو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ولسمشر دحکم له مخې، د محمد انور جګدلک پر ځاى ټاکل شوى دى.

ده د خپلې پېژندنې په مراسمو کې ګواښ وکړ: څوک چې په اداري فساد کې لاس لري او له خپل صلاحيت نه ناوړه استفاده کوي، نو له خپلې دې کړنې دې لاس واخلي که نه له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي.

غلام سخي بغلاني  وويل، چې د شکاياتو اورېدو يوه اداره جوړوي او د خلکو شکايتونه  به په جدي ډول وڅېړي، ده وويل:(( تر دوو مياشتو پورې به دامنيت او بيارغونې په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.))

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالمتين بيګ د نوموړي د مقررۍ متن ولوست او په دې ولايت کې يې دخپلسرو وسله والو  له شتون څخه اندېښنه وښوده، ده له قومي مشرانو وغوښتل، چې په دې برخه کې به له ځايي حکومت سره همکاري وکړي.

ده د چارواکيو په ځانګړي ډول د ولسوالانو دهڅو ستاينه وکړه، خو ګواښ يې وکړ، چې له دوى څخه د خلکو د نارضايتۍ په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

دکندوز دسولې عالي شورا رييس اسدالله عمرخېل هم د خپلسرو وسله والو شتون د خلکو دعمده ستونزې په توګه ياد او ادعا يې وکړه، چې دا کړۍ د حکومت ملاتړ له ځان سره لري.

ده د چا نوم وانه خيست او زياته يې کړه، چې دا ډلې دامنيت د خرابۍ سبب شوي ، خو له نوي والي غواړي، چې په بې وسلې کولو کې يې اقدام وکړي.

خو نوي والي وويل، چې د قومي مشرانو اومخورو سره خبرې کوي، څو د خپلسرو وسله والو مخالفينو ډلې، چې ډېرى يې په خان اباد کې فعالې دي، په دولتي چوکاټ کې تنظيم کړي.

ځايي چارواکي وايي، چې له دوو زرو زيات خپلسري وسله وال په خان اباد ولسوالۍ کې فعاليت لري.

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته دامنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه تېر کال له خان اباد پرته په ټول کندوز کې پلې شوه، خو دا ولسوالي بيا  دامنيتي ستونزو له امله څو مياشتې وړاندې دې پروسې ته ورګډه شوه.

د کندوز ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسين خېل د پخواني والي محمدانور جګدلک کړنو ته په اشاره وويل،چې نوموړي په تېرو درېيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې هڅې کړي، خو لکه څنګه چې تمه وه، هغسې ونه توانېده، چې موسسات او مرستندويه ادارې د بيارغونې د سترو پروژو پلي کولو ته چمتو کړي.

ده له نوي والي وغوښتل، چې يوه منظمه کاري ډله جوړه کړي او د خلکو د اړتياوو په پوره کولو کې هڅې وکړي.

ده د نوي والي د معرفي کولو په غونډه کې د پخواني والي پيغام هم ولوست، چې په کې ويل شوي وو: په دې ولايت يې زړه سوځي او دکندوز په پراختيايي پروګرامونو کې له خپلې وسې سره سم له هېڅ ډول خدمت څخه سرنه غړوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.