اسعداباد (پژواک ٢٢ لړم ٩٢): وسله والو مخالفينو په کونړ ولايت کې د يو شمېر سيمه ييزو پوليسو کورونه سوځولي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه، وسله والو مخالفينو د خاص کونړ ولسوالۍ په يخه چينه او ولۍ په سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو شپږ کورونه سوځولي دي.
هغه زياته کړه، دا سيمه د ډيورنډ پولې ته نږدې پرته ده او په دې پېښه کې سيمه ييزو پوليسو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه ټولي قوماندان نورمحمد پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ده کور هم سوځېدلى دى.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته د دولت وسله والو مخالفينو څو وارې ګواښنه کړې وه، چې له خپلو دندو لاس په سر شو، خو موږ دې ګواښونو ته هېڅ اهميت ورنه کړ او خپل خدمت ته مو ادامه ورکړه.))
دى وايي، په دې پېښه کې دوى ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو د کورونو ټول سامانونه يې سوځېدلي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر کورونه سوځولي دي.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي مياخېل پژواک ته وويل، چې وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو ٢٥ کورونه له سامانونو سره سوځولي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، په دې ولايت کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل وايي، ياد وسله وال طالبان تېره شپه په غازي اباد او شيګل ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې وژل شوي دي.