Language

د کونړ د مناګي  بریښنا بند د جوړولو چارې پیل شوې

اسعد اباد ( پژواک ۲۳ لړم ۹۲ ) :  د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي بریښنا بند جوړولو چارې د لړم په ۲۳مه، پیل شوې.

د بریښنا دا بند د وټه پور ولسوالۍ د مناګي په سیمه کې د پیچ درې پر سیند جوړیږي.

ددې بند د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې والي شجاع الملک جلاله ، دملي شورا غړو، ځایي چارواکو او قومی مشرانو برخه اخیستې وه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله ددې بند دپرانستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مناګي بند جوړول د ټولو کونړیانو ارمان و  چې نن یې د کار پیلولو سره پوره شو.

هغه زیاته کړه چې ددې پروې د چارو په ترسره کولو او بشپړولو کې د ولس مرسته ډیره مهمه او اړینه ده.

والي وویل : ((تراوسه په تیرو لسو کالو کژ په کونړکې ددغسې لویې ټولګټي پروژی افتتاح نه وه شوې موږ ډاډه یو چې دغه پروژه دټولو خلکو په ګټه تمامه شي په غره کي پراته مرور ورونه به ترې هم ګټه پورته کړي.)))

والي له وسله والو طالبانو وغوښتل ، لکه چې په دې ولایت کې یې د پوهنې په مرسته کې همکاري کړې، ددې بند په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

 ددې پروژې مسوول انجنیر محمد صادق صادق  پژواک اژانس ته وویل چې نوموړی وایي چې پر دې بند نهه میلیونه ۸۵۲ زره امریکایي ډالر لګښت راځي ، چې ددولت له بودیجې څخه ورکول کیږي او د جوړولو چارې به یې په څلورو کلونو کې بشپړې شي.

د هغه په وینا، له دې بریښنا بند څخه دوه زره او سل کیلو واټه  بریښنا تولیدیږي.، دسیمې دوه نیم زره کورنۍ ګټه پورته کوي، سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه شي او د جوړولو پر مهال به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

انجنیر صادق وویل چې دا پروژه یو پاور هاوس لري او ددې ترڅنګ یو پول هم لري . دکانال طول یې  پنځه کیلو متره دی ، پلنوالی يې دوه اعشاریه پنځه متره دی،دوه متره لوړوالی لري .

ده زیاته کړه چې په د ې کانال کې په یوه وخت کي اوو اعشاریه پنځه متره مکعب اوبه پکي ځاییږي .

په مشرانو جرګه کي دکونړ استازي استاد رفیع الله حیدري وویل ، باید ولسونه او دولتي چارواکي د یادې پروژې مامورینو سره هرډول همکاري وکړي او هیڅوک حق نلري چي تري په یواوبل نوم دبیسو او امتیازاتو غوښتنه وکړي.

په دې ولایت کې د دوه سوه یو سیلاب قل اردو ددوهمې لوا قوماندان جنرال حیات الله  اقتاش ډاډ ورکړ چې ځواکونه به یې ددې پروژې دامنیت په ساتلو کې شپه ورځ همکاري کوي.

د سیمې یوتن قومي مشر حاجي  عبدالقیوم پژواک ته وویل لکه څنګه چې دمناګي بند دپروژې او دهغه دکارکوونکو دساتني په اړه امنیتي ځواکونو ډاډ ورکړ دغه شان دوی هم ژمنه کوي چې په خپل سر او مال به یې د وسایلو او مامورینو امنیت ساتنه کوي.

د یادونې ده چې د کونړ په لوی سیند هم  اسمار ولسوالۍ د شال په سیمه کې د یوه لوی بریښنا بند د جوړیدوخبره د پاکستان دولت سره شوې ،خو تراوسه يې د جوړیده کوم څرک نه لګي.