چاريکار(پژواک٢٤ لړم ٩٢) : د کاپيسا ولايت د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې پوليسو دوه تنه د دوه سوه کيلو ګرامه ترياکو د قاچاق په تور نيولي دي .
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالوحيد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د دې ولايت د مرکز اړوند د سنګ بريده په سيمه کې دوه تنه له ٢٠٠ کيلو ګرامه ترياکو سره ونيول شول .
هغه زياته کړه ، چې ياد شوى نشه يي توکي په يوه باروړنکي موتر کې ځاى پرځاى شوي و ، چې د کاپيسا د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له لوري ونيول شول .
هاشمي وايي : ((په باروړنکي موټر کې انار بار و او د نارو ترڅنګ لاوډسپيکرونه هم پکې و، چې په هغه کې يې ترياک ځاى پر ځاى کړي واو نيول شوي کسان د تګاب اوسېدونکي دي .))
دى وايي ، چې ياد شوي نشه يي توکي په کاپيسا کې کرل شوي و او دغو کسانو غوښتل ، چې کابل ته يې ولېږدوي.
هغه زياته کړه ، چې د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه نيول کسان تر څېړنو لاندې دي .
تر دې وړاندې د کاپيسا د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې رياست چارواکيو ويلي و ، چې د دې ولايت په نا امنه ولسواليو کې نشه يي توکي کرل کيږي او پوليس يي په مخنيوي کې پاتې راغلي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP