کابل (پژواک ٢٤لړم ٩٢) : په ميدان وردګو ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون د لسو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه.
د ميدان وردګو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ددغه ولايت په نرخ،جغتو او سيداباد ولسواليو کې د عملياتو او خپلمنځي نښتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي .
د سرچينې د معلوماتو په اساس، تېره شپه په نرخ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان وژلي او ٦٥کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او نور مهمات يې نيولي دي.
دغه راز خبرپاڼه زياتوي ، چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ ناوخته په جغتو ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ژوندي نيولي دي.
د منبع په خبره ، چې له يادو نيول شويو وسله والو څخه پنځه ميله کلاشينکوفونه،دوه ميله تومانچې،يو ليپ ټاپ کمپوټر،ماينونه او زيات شمېر بېلابېل ډوله مرمۍ هم نيول شوې دي.
همدارنګه سرچينه ادعا کوي ، چې تېره ورځ د سيداباد ولسوالۍ په مرو کلي کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د خپلمنځي جګړې له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سيداباد په لوړه سيمه کې د ولسي وګړو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په پاى کې خبر پاڼه زياتوي ، چې ددغه ولايت په چک ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى .
که څه هم چې وسله والو طالبانو او د سميې خلکو د يادو ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي ، خو طالبانو د سيداباد ولسوالۍ د شيخ اباد په مستي خېلو سيمه تېر ماښام د امنيتي ځواکونو پر پلې ګزمې د چاودنې په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده ، خو د کره شمېرې په اړه يې څه نه دي ويلي .