Language

خلکو درې پوليس د بد اخلاقۍ د “هڅې” په تور ډبولي

غزني ښار (پژواک ۲۵ لړم ۹۲): د غزني ښار اوسېدونکو درې پوليس پر نجونو د جنسي تېري د شکمنې هڅې په تور وهلي ډبولي او د هغوى موټر يې هم سوځولى دى.

دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړوند د حيدر اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو پوليسو غوښتل ، چې په ياده سيمه کې له څلورو نجونو سره ناوړه عمل ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې دغه پوليس لومړى د سيمې د اوسېدونکو له خوا ونيول شول او وروسته يې د ملي امنيت ادارې ته سپارلي او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

مرستيال والي وويل، چې ياد پوليس به د خپل عمل پر سزا ورسول شي.

د حيدر اباد سيمې يوه اوسېدونکي محمد پژواک اژانس ته وويل، چې ياد پوليس په يوه کرولا کې راغلي وو او د سيمې درې نجونې يې موټر ته له ځان سره وخېژولې.

هغه زياته کړه: ((نجونې ورسره په خپله خوښه ختلې وې، خو کله چې د سيمې خلک خبر شول، پوليس او نجونې يې له موټره ښکته کړل او د پوليسو کرولا موټر يې هم وسوځاوه.))

د نوموړي په وينا، د سيمې اوسېدونکو ياد پوليس تر وهلو ډبلو وروسته د ملي امنيت ځواکونو ته وسپارل.

د محمد حسين په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې په کرولا کې يو ترافيک پوليس او دوه ملي پوليس سپاره وو، کله چې د پله سرته را ورسېدل نو نجونو ته يې ټيلېفون وکړ او هغوى سمدستي راغلې او موټر ته وختلې.

ده زياته کړه: ((ما په خپله دغه کار وليد، ژر په جومات کې ناستو کسانو ته چې د عاشورا د مراسمو لپاره راټول شوي وو، خبر ورکړ، هغوى راغلل او دوى يې ونيول.))

د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکي او قومي مشران راټول شوي او نن به د يادو نجونو او د هغوى د کورنيو په اړه پرېکړه کوي، خو نوموړي د هغوى هويت په ډاګه نه کړ.

Related Topics