کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٢): په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان سکاټلينډ ته ماتې ورکړه.
د غوراوي دا سيالۍ د ١٦ لوبـډلو په ګډون سره د لړم په ٢٤مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧١ منډې جوړې کړې او سکاټلينډ ته يې د ١٧٢ منډو هدف وټاکه.
د ملي لوبډلې له لوري محمد نبي عيسى خېل ٤٦، شهزاد محمدي ٤٢، سميع الله شينوارى ٣١ او نوروز منګل شل منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د سکاټلينډ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړى او لوبډلې يې په ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې جوړې کړې ، دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٧ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري شاهپورځدراڼ ٢، سميع الله شينواري او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړى وسوځول.
په دې سياليو کې دا د افغانستان لومړۍ بريا وه، پرون د هالنډ لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
نن په نورو لوبو کې ايرلينډ، ايټاليا، نيپال، پي اين جي او هانګ کانګ هم خپلې لوبې وګټلې.
د غوراوي په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې برخه اخلي، چې شپږ غوره لوبـډلې به يې د شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
هوتک وويل، چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا، متحده عربي امارات او نميبيا او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP