Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تالقانو ښاريان د تاجکستان له برېښنا څخه برخمن شول

تالقان (پژواک ٢٥ لړم ٩٢): د تخار ولايت مرکز ښاريانو ته، د تاجکستان برېښنا په ډېره کمه بيه په داسې حال کې وغځول شوه، چې دوى له دې وړاندې د جنراټور د يوه کيلوواټ په بدل کې له ٤٥ څخه تر پنځوس پورې افغانۍ ورکولې.

د تخار د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې د تاجکستان وارداتي برېښنا له کندوز ولايت څخه د ٦٥ کيلو متره ساحې په تېرېدو سره د ٢٢٠ کيلوولټ مزي له لارې، تالقانو ښار ته رسېدلې ده.

د تخار د برېښنا شرکت مشر انجنير محمد خان مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، له کندوز څخه تخار ته د برېښنا د مزو غځول د دوو هندي شرکتونو له لوري په يونيم کال کې بشپړ شول او دغه پروژه د اسيا پراختيايي بانک له لوري د ٢٧ ميليون امريکايي ډالرو په مرسته بشپړه شوې ده.

هغه زياته کړه، اوسمهال د تاجکستان له برېښنا څخه د ښار دننه ٥٢٠٠ کورونه، چې ١٢ کيلومتره سيمه په خپله لمن کې رانغاړي، ګټه پورته کوي او راتلونکى کال به د هزارسمچ، بهارک او فرهار ولسواليو خلک هم له دغې برېښنا څخه ګټه پورته کړي.

مومند زياته کړه، چې له دې وړاندې د جنراټور ډيزلي برېښنا دغو کورنيو ته هر کيلو واټ په ٤٥ افغانۍ پرېوت، خو له دې وروسته به هره کورنۍ د دوو او هټۍ وال د ٨ افغانيو په بدل کې د تاجکستان له برېښنا څخه ګټه پورته کړي.  

دغه برېښنا د پرون ورځې له مازديګر څخه په ٢٤ ساعته ډول د تالقانو په ښار کې شتون لري او خلک وايي، چې له ډېر انتظار وروسته خپلو غوښتنو ته رسېدلي دي.

هغوى زياتوي، پخوا به يې د جنراټور له ډيزلي برېښنا، لاټين، شمعې او ګازونو څخه د ډېرو پيسو په بدل کې ګټه پورته کوله، خو له دې وروسته به د وارداتي برېښنا له ټولو اسانتياوو څخه ګټه پورته کړي.

د تالقانو ښار يوه اوسېدونکي رحمت الله وويل: دا چې وارداتي برېښنا ډېره تېزه ده، نو ټول برقي وسايل ترې چالانېدلى شي او دوى ته يې ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړې دي، په داسې حال کې، چې جنراټور له برېښنا څخه د ګټې پر مهال داسې نه و.

هغه د خوشحالۍ په څرګندولو سره زياته کړه: ” موږ نور له پخوانيو او رواجي وسايلو سره خداى پاماني وکړه.”

د تالقانو ښار يوه ځوان احمد رشيد وويل، په وروستيو کلونو کې د برېښنا د نه شتون له امله له عصري ټيکنالوجۍ څخه هم محروم پاتې وو.

هغه وويل: ” د جنراټور برېښنا کمزورې وه او ډېر مصرف يې هم درلود او موږ کمپيوټر هم نه شو استعمالولى، خو اوس تېز برق راغلى او له کمپيوټر څخه په ډېره اسانۍ ګټه پورته کولى شو.

 د ويلو ده، چې له دې وړاندې د اسيا پراختيايي بانک ويلي و، چې دغه برېښنا له تاجکستان څخه ٢٢٠ ميګاواټ په ظرفيت، لومړى کندوز ولايت او له هغه وروسته به د تالقانو ښار ته، چې ټولټال ١٥٧ کيلومتره کېږي، وغځول شي.

 د اسيا پراختيايي بانک، د افغانستان د انرژۍ سکټور په پراختيايي څانګه کې يو مرسته کوونکى بنسټ دى، چې ٢٠٠٢ زېږيز کال کې يې له افغانستان سره د تخنيکي، بلاعوض او د پور مرستو په بڼه ژمنه کړې وه.

 دغه بانک له ٢٠٠٢ کال راهيسې، افغانستان ته د بنسټيزو، اقتصادي، ټولنيز پراختيايي، ټرانسپورټ، انرژۍ او اوبو لګولو په برخو کې ٢،٨ ميليارده ډالره نوره مرسته هم په پور او بلاعوضه بڼې تصويب کړې ده او ژمن دى، چې په دې برخو کې به تر ٢٠١٤ کال پورې هم مرسته کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.