کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې د شکايتونو د هر اړخيزه او دقيقو څېړنو او په کې د روڼوالي د خونديتوب لپاره د نوماندانو د وروستي نوملړ خپرول، ځنډول شوي دي.
د هغوى په وينا، ټولو شکايتونو ته د کره لاسرسي لپاره، چې ټولې ٩ سوه پېښې کېږي، ډېر وخت ته اړتيا ده.
ټاکل شوې وه، چې شکايتونو ته د لاسرسي لړۍ تېره ورځ بشپړه شي او د کانديدانو وروستى نوملړ نن (د لړم ٢٥مه) د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري اعلان شي.
د دغه کمېسيون مرستيالې ريدا عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، تر راتلونکو دوو ورځو به د دوى څېړنې بشپړې شي او د کانديدانو وروستى نوملړ به د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
عظيمي زياته کړه: “که د نن ورځې له نېټې سره سم مو نوملړ اعلان کړى واى، له شک پرته د ځينو کانديدانو حقونه تر پښو لاندې کېدل، موږ د دې لپاره چې خپلې څېړنې د روڼوالي او عدالت په فضا کې وڅېړو نو له همدې امله مو څو ورځې نورې هم وغوښتې، تر څو دغه حقيقتونه ډېر ژر روښانه شي… او په رڼا کې يې داسې تصميم ونيسو، چې حق خپل حقدار ته ورسېږي.”
نوموړې زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د کانديدانو د لومړني نوملړ په خپرولو کې درې ورځې ځنډ هغه لامل دى، چې ټاکنيزو شکايتونو ته د لاسرسي او څېړلو لړۍ يې هم اغېزمنه کړې ده.
عظيمي زياته کړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، شکايتونو ته د لاسرسي او څېړلو پروسې د بشپړوالي په موخه د ځينو دولتي ادارو ځواب ته انتظار باسي، چې له هغوى څخه د کانديدانو د ځينو تحصيلي اسنادو په اړه معلومات غوښتل شوي دي.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني، له رسنيو سره په خبرو کې د کانديدانو په لومړني نوملړ کې له بدلون څخه خبر ورکړى او ويلي يې دي: “د دې امکان شته، چې د شکايتونو د څېړلو په پايله کې ځيني داسې کسان، چې لومړي نوملړ ته يې لاره نه ده موندلې، وروستي نوملړ ته لاره پيدا کړي او د ځينو کسانو نومونه، چې په لومړني نوملړ کې راغلي، کېداى شي وروستي نوملړ ته لاره پيدا نه کړي.”
عظيمي وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به تر راتلونکو دوو ورځو پورې د کانديدانو وروستى نوملړ ترتيب کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته به يې ولېږي.
د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ټولټال ٣٠٥٦تنو نوم ليکنه کړې وه، چې له ډلې يې ٣٦٨ تنه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري له شرايطو سره برابر ونه بلل شول.
د ټاکنو کمېسيون ويلي وو، چې په ټوله بې پلوۍ يې د کانديدانو په اړه پرېکړه کړې او که څوک په دې اړه کوم اعتراض لري نو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته مراجعه کولى شي.
تر دې دمه په ياد کمېسيون کې شاوخوا ٩ سوه شکايتونه ثبت شوي دي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP