Language

چاريکارو کې د زرګونو کورنيو د برېښنا ستونزه هواره شوه

چاريکار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو کې د يوه ترانسفرمر په نصبېدو د زرګونو کورنيو د برېښنا ستونزه هواره شوه.

د پروان د برېښنا شرکت مشر غلام حيدر صديقي، نن په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې د چاريکارو د شهر کهنه سيمې څلور زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخمنې شوې.

نوموړي د يادې سيمې له خلکو وغوښتل، چې له برېښنا سمه ګټه واخلي او د لګښت بل يې په خپل وخت تحويل کړي.

د شهر کهنه د سيمې يوه اوسېدونکي مير عبدالجليل، په خپله سيمه کې د برېښنا پر اسانتيا خوښي څرګنده کړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخکې له دې يې له ګازو او الکينونو استفاده کوله.

د پروان د برېښنا رياست د پراختيا امر انجنير محمد مختار پژواک اژانس ته وويل، چې تردې دمه په چاريکارو کې ٥٤ ترانسفرمرونه لګول شوي، چې له امله يې د زرګونو کورنيو د برېښنا ستونزه هواره شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.