کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ، چې اروپايي هېوادونو او امريکا ته د افغانستان پستي خدمات د ترکيې له لارې په کم وخت کې ترسره کېږي.
دغه خدمات چې د فضايي پستو د صدور په موخه د ترکيې په استانبول ښار کې د يوه ترانزيټ مرکز جوړول په کې شامل دي، د افغانستان او د ترکيې د پستي رياستونو تر منځ د يوه هوکړه ليک په ترڅ کې لاسليک شوى دى.
د دغه هوکړه ليک پر بنسټ د ترکيې د پست رياست ټول هغه پستي خدمات، چې له اروپا او امريکا څخه افغانستان ته ترسره کېږي، په استانبول کې د پستي خدماتو د ترانزيټي مرکز او د دې برعکس له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته ترسره کېږي.
د مخابراتو وزارت مرستيال وهاب الدين سادات نن په کابل کې يوې خبرې غوڼدې ته وويل، چې د دغه مرکز جوړېدل به د دې لامل شي، چې له افغانستان څخه اروپايي هېوادونواو امريکا ته پستي خدمتونه ډېر او له دې برخې عوايد هم لوړ شي.
ده زياته کړه، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به اروپايي هېوادونو او امريکا ته د افغانستان لوري پستي خدمات په دوو ورځو او د دې برعکس به افغانستان ته هم په همدومره موده کې ترسره کېږي.
سادات په ډاګه کړه، چې تر دې وړاندې به دا ډول خدمتونه د پاکستان د پستي دفتر له لارې ترسره کېدل، چې تر امريکا پورې به يې ٢٠ او تر اروپايي هېوادونو پورې به يې ١٥ ورځې وخت نيوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستيال وويل، چې دغه هوکړه ليک د مخابراتو وزارت له خوا له چين او فرانسې سره د پستي سيستم د عصري کولو، د کار کوونکو د ظرفيت لوړولو او تخنيکي مشورو په برخه کې پخوا هم لاسليک شوى او دغو دواړو هېوادونو په ياده برخه کې اړينه همکاري کړې ده.
هغه زياته کړه، چې اوسمهال د ټولې نړۍ په کچه ٤٦٣ فعالې نماينده گۍ لري او مخابراتو وزارت تصميم نيولى، چې د دغو نمايندګيو شمېر په راتلونکو کې تر دې هم ډېر کړي.
سادات زياته کړه، په تېرو کلونو کې د پستي خدمتونو په برخه کې پانګونه شوې او اوس هم د پستي خدمتونو اوه خصوصي کمپنۍ د مخابراتو وزارت د پست رياست ترڅنګ فعاليت لري.
د مخابراتو وزارت مرستيال وويل، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پستي خدماتو عوايد ٧٧ ميليونه افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې ٦٧ ميليونه افغانۍ وو، چې ١٥ سلنه لوړوالى څرګندوي.
نوموړي د پستي خدماتو د اوچتېدو موخه د اعتماد جوړونه او په هېوادونو کې د مراجعينو د شمېر ډېروالى وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP